Asset 1SWN

د پکتیا اوسېدونکي: هغه دودنه چې د یووالي او هوساینې لامل کېدل له‌منځه تللي

پکتیا- چوک

د پکتیا یوشمېر اوسیدونکي وایي، دغه ولایت کې ځینې هغه دودونه او رواجونه چې د خلکو د هوساینې لامل کېدل، کمرنګه شوي او یا هم لمنځه تللي.

د پکتیا یوشمېر اوسیدونکي وایي، دغه ولایت کې ځینې هغه دودونه چې د خلکو ترمنځ د یووالي لامل کېدل، اوس د له‌منځه تلو په حال کې دي.

د دوی په وینا، یاد دودونه د ټولنې د پرمختګ لامل کېږي او د راژوندي کېدو او ودې لپاره یې باید کار وشي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

لیکوال او شاعر خوږمن ځاځی وایي، پکتیا کې پخوا داسې دودنه پالل کېدل چې د خلکو ترمنځ پرې یوالی رامنځته کېده. نوموړی د دوو کورنیو او قبیلو ترمنځ د شخړې په صورت کې د څلي اېښودل او د مړي کور ته تر لسو ورځو، د ډوډۍ وروړل، هغه دودونه یادوي چې د ټولنې د هوساینې لامل کېدل.

نوموړي وویل: «کله به چې د دوو کورنیو ترمنځ بدي راتله، نو دې کې به قوم جګ شو کاڼی به یې په کې کېښودو، د یوکال، دوه کلونو لپاره، حتا د لسو کلونو لپاره، نو که به یې ترمنځ لس کسان مړه شوي وو، هغه کاڼي ته به یې دومره درنښت و، نو بیا چا لاس پښه نشول ښورولی. مثلا دغسې نور دودونه و چې اوس په کمېدو دي چې په یو کور کې به مړی وشو د کلي خلکو به ورته تر لسو ورځو حتا تر میاشتې پورې د چای او ډودۍ بندوبست کولو او میلمانه به یې ترې بیول.»

د پکتیا اوسېدونکی انځرګل هم وايي، دغه ولایت کې هغه دودونه چې د ټولنې د خلکو هوساینې لپاره ګټور و، اوس د له‌منځه تلو په حال کې دي. د ده په وینا، اشر چې له ډېر پخوا زمانو د لویې پکتیا د خلکو ترمنځ دود و، اوس په ډېری سیمو کې له‌منځه تللی دی.

هغه زیاته کړه، ټولنه کې به ډېری عامه کارونه پرته له دې چې کوم لګښت پرې راشي، د اشر له لارې کېدل، خو اوس دا دود تر ډېره له‌منځه تللی.

نوموړي وویل: «پخوا به کله چې په یوه منطقه کې مشکل و، نو دې کې به اشر منځته راتلو چې پګړه هم ورته وایي. په دې اشر کې به د کلي، ولس او قومونو خلک به وو، ستونزه به چې په کومه سطحه وه، خلک به راوتل او اشر به یې کولو، نو له دې امله پکتیا ډېره مشهوره ده او په دې کې به هغه کار ډېر پرمختګ کولو په کمو مصارفو به مخته تلو.»

د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ رییس ثواب‌جان اسلامیار وایي، هغه دودونه چې اسلامي شریعت سره په ټکر کې نه‌وي، د ساتنې او بیا را ژوندي کولو لپاره یې کار کوي. هغه وویل، اشر د پکتیا یو له ځانګړو دودونو دی چې د ساتنې او بیا را ژوندي کولو لپاره یې هڅې کوي.

هغه وویل: «تاسو د اشر یادونه وکړه، دا هېواد، بلکې لویه پکتیا کې یو ځانګړی دود او کلتور دی چې په ترڅ کې یې ځوانان او وګړي سره راټولیږي، یو کار په ټولیزه توګه په اتفاق او یووالي سره سرته رسوي. موږ هڅه کوو چې د پکتیا هغه دودونه چې د اسلامي شریعت سره په ټکر کې نه‌دي او د ولس د اتقاق لپاره اغېزناک ثابتیږي، هڅه کو ژوندي یې وساتو.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د پکتیا اوسېدونکي همداراز وايي، که پورته یاد شوي دودنه بیرته را ژوندي او وساتل شي، تر ډېره د ټولنې ستونزو کمولو کې مهم رول لوبولی شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام