کابل ښار کې د یوه بنسټ له لوري د ۲۸ جوړو «نجونو او هلکانو» د ډله‌ییز واده مراسم ترسره شول.

د یاد بنسټ مسوول عبدالباسط رسولي وايي چې پر دغه ډله‌ییز واده نږدې یو میلیون او ۵۰۰زره افغانۍ لګښت راغلی دی. «له اووو ولایتونو هغو نجونو او هلکانو چې د واده د لګښت توان نه‌درلود، دې ډله‌ییز واده کې یې ګډون کړی. هرې جوړې ته ۵۰زره افغانیو په لګښت شوی او هرې جوړې ته له ۲۰ تر ۳۶ قلمه توکي اخیستل شوي دي.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

رسولي زیاتوي چې دغه مراسم په وادونو کې د لوړو لګښتونو څخه مخنیوی او د ډله‌ییزو وادونو دودول په موخه جوړ شوي وو.

بل‌خوا یو‌شمېر هغه جوړې چې دې ډله‌ییز واده کې یې ګډون کړی، وايي، دغه ډول وادونه کولای شي، ناوړه دودونه له‌منځه یوسي او ټولنه کې ډله‌ییز وادونه دود پیدا کړي.

رحمت‌الله غفاري وویل: «ښه دی چې دا فرهنګ دود شي، څو ځوانان دې ته اړ نه‌کړل شي چې د وادونو لګښت برابرولو لپاره بهرنیو هېوادونو ته لاړ شي یا د دبرو سکرو کانونو کې کار وکړي. له ځوانانو غواړو چې په کم لګښت وادونه وکړي.»

دې ډله‌ییز واده کې یو‌شمېر نور ګډونوال هم وايي چې کورنۍ باید خپل اولادونه ډله‌ییزو وادونو کې ګډون ته وهڅوي.

یوه ګډونوال محمدعیسی وویل: «دغه ډول وادونه له لوړ لګښت مخنیوی کوي. د دې پر ځای چې واده اوږد شي او دوی د واده لګښت برابر نه‌کړي، باید په همدې تګ‌لارې مخته لاړ شي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د تېرو دوو کلونو پر مهال د تنګسې لوړې کچې، د کورنیو ترمنځ د وادونو لوړ لګښت او لوړ ولور له امله ډېری کورنۍ د خپلو اولادونو وادونه په ډله‌ییزه توګه ترسره کوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام