د لوګر محلي چارواکي وايي، د دغه ولایت محمداغې ولسوالي ابتدایه محکمې له لوري «پنجشنبه، وري ۱۶مه» د یوې ښځې په ګډون، اوو کسانو ته په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوې.
یاد کسان پر بېلابېلو جرمونو مجرم پېژندل شوي وو چې د یاد ولایت محکمې لهخوا سزا ورکړل شوې.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د لوګر محمداغې ولسوالي مقام څخه سلاموطندار ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې د دغې ولسوالي ابتداییه محکمې یادو کسانو ته چې په اخلاقي فساد او نامشروع اړیکو مجرم پېژندل شوي وو، د خلکو په مخکې له ۲۵ نه تر ۳۹ دُرو باندې ووهل شول.
خبرپاڼه زیاتوي، دغه کار یې محمداغې ولسوالي په مقام کې د شرعي او اسلامي حکم د پليکېدو او نورو خلکو ته د عبرت ورکولو په موخه کړی دی.
بلخوا د محمداغې ولسوالي یوه اوسېدونکي محمدنعیم سلاموطندار ته وویل، دا ډول سزا کولای شي چې ټولنه کې د جرایمو کچه راټېټه کړي، خو ټينګار کوي چې ورته سزا دې په ټولو مجرمینو یو ډول عملي شي.
اسلامي امارت تر دې وړاندې هم د پلازمېنې کابل په ګډون په ګڼو ولایتونو کې یوشمېر ښځینه او نارینهوو ته د غلا، اخلاقي فساد او ځینو نورو جرمونو په تور د خلکو په مخه کې سزا ورکړې.