Asset 1SWN

سرپرست حکومت: امریکا دې د افغانستان هوايي حریم ته درناوی ولري

drone_ap_img

سرپرست حکومت د افغانستان پر هوايي حریم د امریکا د بې‌پېلوټه الوتکو څار ښکاره تېری بللی او له دغه هېواد یې غوښتنه کړې چې د افغانستان هوايي حریم ته درناوی ولري.

د سرپرست حکومت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت سلام‌وطندار ته وايي چې د افغانستان پر هوايي حریم د امریکا د بې‌‌پېلوټه الوتکو الوتنه ښکاره تېر دی او په وینا یې، «اسلامي امارت یې په کلکه غندي»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي وویل: «د افغانستان پر هوايي حریم د امریکا د بې‌پېلوټه الوتکو څار تېری ګڼو او غندو یې او له امریکا غواړو چې د افغانستان هوايي حریم ته درناوی ولري.»

تېر کال هم د امریکا بې‌پیلوټه الوتکو د هېواد د بېلابېلو ولایتونو پر فضا ګزمې کولې او د سرپرست حکومت د دفاع وزارت سرپرست محمدیعقوب مجاهد ویلي و چې د امریکا بې‌پیلوټه الوتکې له پاکستانه الوتنې کوي او د افغانستان هوايي حریم ته ننوځي.

له هغه وروسته د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال شېرمحمد عباس ستانکزي ویلي و، پاکستان خپله خاوره کې د امريکا د بې‌پيلوټه الوتکو د تېرېدو په بدل کې ميليونونه ډالر ترلاسه کړي دي/ کوي.

د سرپرست حکومت د ویاند مرستیال حمد‌الله فطرت له هغو هېواادونو چې د امریکا بې‌پیلوټه الوتکې په‌کې الوتنې کوي او د افغانستان هوایي حریم ته ننوځي وغوښتل چې د دغو الوتنو مخه ونیسي.

نوموړي وویل: «هغه هېوادونه چې له خاورې یې بې‌پېلوټه الوتکې د افغانستان هوايي حریم نقضوي، غوښتنه کوو چې اجازه دې نه‌ورکوي چې له خاورې یې دې، د افغانستان هوايي حریم اشغال شي.»

تر دې مخکې د سرپرست حکومت ویاند ذبېح‌الله مجاهد ویلي و، امریکايي بې‌پیلوټه الوتکې ډېری وخت په کندهار او نیمروز ولایتونو کې ګزمې کوي.

په همدې حال کې یوشمېر سیاسي او پوځي کارپوهان وايي، امریکا غواړي سیمه کې د خپل واک د ساتلو لپاره د فضا له لارې افغانستان وڅاري. دوی زیاتوي چې سرپرست حکومت باید له امریکا سره د خبرو له لارې دغه ستونزه هواره کړي.

د سياسي او پوځې چاروکارپوه صادق شینواري وویل: «امریکا د نړۍ ځواکمنو هېوادونو ته دا پیغام رسوي چې موږ افغانستان کې لګښت کړی او تاسو د افغانستان په چارو کې لاسوهنه مه‌کوئ او بل پیغام یې امارت ته دی چې د افغانستان هوايي حریم زموږ لاس کې دی او هر څه وغواړو کولای یې شو.»

د سیاسي او پوځي چارو بل کارپوه عزیز ستانکزی له سرپرست حکومته غواړي چې دغه ستونزه له ډیپلوماتیکو لارو هواره کړي. «دوی دې د الوتکې پېژندنې لپاره رادار فعال کړي چې دا د کوم هېواد ده او د ډيپلوماټیکو خبرو له لارې دې، هواره کړي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

تر دې مخکې امریکا ادعا کړې وه چې د القاعدې شبکې مشر ایمن الظواهري یې د ۲۰۲۲کال اګست میاشت کې کابل کې د بې‌پیلوټه الوتکې په وسیله وژلی، هغه څه چې سرپرست حکومت تراوسه نه‌دي تایید کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام