Asset 1SWN

د هند ای‌پي‌اېل کې نن ګجرات له پنجاب سره لوبه کوي

096ed6d0-4a6b-407f-9a95-20f5b41ae398

د هند کرېکټ غوره لیګ یا ای‌پي‌اېل کې نن پنج‌شنبه، اپرېل څلورمه، د ګجرات ټایټنز لوبډله له پنجاب کنګز لوبډلې سره سیالي کوي.

ټاکل شوې چې یاده لوبه نن ماښام ۶:۳۰ بجې د هند د احمداباد په «نرېندرا مودي کرېکټ لوبغالي» کې ترسره شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ګجرات ټایټنز لوبډلې د یاد لیګ په خپله تېره لوبه کې د افغان لوبغاړو د ښې توپ‌اچوونې پر مټ، سنرایزر حیدراباد لوبډلې ته ماته ورکړه.

دا لوبډله دا مهال له درېوو سیالیو په دوو بریاوو او یوې ماتې سره، د جدول په پنځم ځای کې شتون لري.

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې درې لوبغاړي راشدخان، عظمت‌الله عمرزی او نوراحمد دې لوبډلې سره لوبېږي. تېره لوبه کې درې واړه افغان لوبغاړي اخیستل شوي وو.

بل‌خوا پنجاب کنګز لوبډلې د ای‌پي‌اېل روان ۱۷م‌ پړاو روانو سیالیو کې تراوسه درې لوبې کړي چې یوازې یوه سیالي کې یې بریا خپله کړې. یاده لوبډله د روانو سیالیو د جدول په اووم ځای کې شتون لري.

له ۲۰۲۲کال راهیسې پنجاب او ګجرات د ای‌پي‌اېل لیګ سیالیو کې درې ځله سره مخ شوي چې دوه ځلې ټایټنز او یو ځل بیا کنګز بریا خپله کړې.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د یادو سیالیو په ترڅ کې بېګاه کلکته نایټ‌رایډرز لوبډلې بهترینه لوبه وکړه او ډیلي کپېټلز ته یې ماته ورکړه. کلکتې لوبډلې ډیلي ته د ۲۷۳ منډو هدف ورکړی و چې ډیلي یې په ترلاسه کولو کې پاتې راغله.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام