د هند کرېکټ غوره لیګ یا ای‌پي‌اېل سیالیو په لړ کې نن ممبی انډییز لوبډله د راجستان رویالز لوبډلې کوربه‌ دی.

ټاکل شوې چې یاده سیالي نن دوشنبه، اپرېل لومړۍ نېټه، د هند په «وانکېډه کرېکټ لوبغالي» کې ترسره شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

ممبی انډییز لوبډلې که څه تراوسه په روان لیګ کې دوه سیالي کړي، خو دواړه یې بایللې دي. یاده لوبډله دا مهال د روان لیګ د جدول په وروستي ځای کې شتون لري.

د تېرو دوو سیالیو پرمهال دې لوبډلې ښکلې لوبې کړي او پیاوړي لوبغاړي هم لري، خو وروستیو شېبو کې له بري لرې شوې دي.

یاده لوبډله په دې هم مشهوره ده چې د ای‌پي‌اېل لیګ کې خپلې لومړۍ سیالي بایلي او وروستیو سیالیو کې بریاوې خپلوي چې ډېری اتلولي یې هم همداسې ګټلې دي.

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړی محمدنبي چې پر  ولسمشر هم مشهور دی، ممبی انډیینز  لوبډله کې لوبېږي.

راجستان رویالز  لوبډلې بیا تراوسه په خپلو کړیو دوو سیالیو کې بریاوې خپلې کړي او د یاد لیګ د تېرو پړاونو په څېر د جدول د سر لوبډلو کې ده.

له ۲۰۲۱کال راهیسې د ای‌پي‌اېل لیګ په څو پړاونو کې دواړه لوبډلې په مخ شویو وروستیو پنځو سیالیو کې راجستان یوازې یو ځل ممبی انډیینز ته ماته ورکړې او پاتې انډییز لوبډلې ګټلې دي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د یادو سیالیو په بېګانۍ لوبه کې ډیلي کپېټلز لوبډلې خپله لومړۍ بریا ترلاسه کړه. یادې لوبډلې پیاوړې چینای سوپر کنګز ته په ۲۰ منډو ماته ورکړه.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام