Asset 1SWN

کابل کې د «ماین خطرونو په اړه د پوهاوي نړیواله ورځ» ونمانځل شوه

ماین پاکي

کابل کې نن «پنج‌شنبه، وري ۱۶مه» د ماین خطرونو په اړه د عامه پوهاوی ورکولو نړیواله ورځ د سرپرست حکومت چارواکو، د یوشمېر هېوادونو ډيپلوماټانو او افغانستان کې د ماین پاکۍ په برخه کې د یوشمېر موسسو مسوولان له لوري ونمانځل شوه.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په یاد پروګرام کې چارواکو وویل چې د تېرکال له پیل راهیسې تراوسه هېواد کې له تېرو جګړو د پاتې ماینونو ۳۶۹ چاودنو له امله ۶۶۳ کسان وژل او ټپیان شوي دي.

د دې شمېرو له ډلې ۵۵۵ کسان د ۲۰۲۳ کال پرمهال وژل او ټپیان شوي او ۱۰۸ کسانو ته هم د روان میلادي کال لومړیو درېوو میاشتو کې مرګ‌ژوبله اوښتې.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د ماین‌پاکۍ د هماهنګۍ او انسجام ادارې رییس نورالدین رستم‌خېل وویل: «د ۲۰۲۳کال پرمهال د ناچاودو توکو د چاودنې د ۳۰۸ پېښو پرمهال ۵۵۵کسان وژل شوي او ټپیان شوي چې له ډلې یې ۳۱۱ نارینه ټپیان او ۱۳۷ نور نارینه وژل شوي او همداراز ۷۰مېرمنې ټپیانې او ۳۷ نورې وژل شوي دي.»

په دې غونډه کې یو‌شمېر ګډونوالو وویل، افغانستان کې د ماین پاکۍ بهیر له پیل څخه تراوسه څه باندې ۲سوه ماین پاکان هم وژل شوي دي.

افغانستان کې د ماین پاکۍ یوې موسسې مشر محمدشهاب حکیمي وویل: «یادو ټولو موسسو د افغانستان بېلابېلو سیمو کې خپلو عملیاتو ته دوام ورکړی چې په پایله کې یې څه باندې ۲۰۰ ماین پاکان چې اکثره یې لوستي ځوانان وو، وژل شوي.»

چارواکي زیاتوي چې افغانستان کې په ټولییزه توګه ۵زره او ۲۹ کیلومتره خاوره په ماینونو او مهماتو پوښلې وه چې ۳زره او ۸۲۶ کیلومتره یې د ماینونو له خطرونو پاکه شوې او ۱۲سوه او ۳۰ کیلومتره خاوره کې اوس هم د ماینونو ګواښ شتون لري.

سرپرست حکومت هېواد کې له جګړو د پاتې ماینونو او مهماتو ګواښونو ته په اشارې له نړیوالو غواړي چې سیاسي موضوعاتو ته له پام پرته، د افغانستان سرپرست حکومت سره همکاري وکړي.

د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال محمدعبدالکبیر وویل: «موږ غواړو چې افغانستان کې د سراسري ټينګ شوي امنیت څخه په استفادې، ټول هېواد کې دې، د ماین‌پاکۍ پروګرام پلی شي. موږ باید د یوه بل په همکاري باید دا اقدام وکړو، څو افغانستان له ماینونو پاک شي.»

په ورته مهال پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت سرپرست عبدالرحمان زاهد له نړیوالو مننه وکړه چې د ماین‌پاکۍ برخه کې خپلو همکاریو ته دوام ورکوي. «له دوی غواړو چې افغانان یوازې پرې نه‌ږدي، څو پاتې سیمې هم له ماینونو پاکې شي.»

د ملګروملتونو له لوري د ورکړل شویو شمېرو پر بنسټ، دامهال افغانستان کې له جګړو د پاتې ماین چاودنو کې هره میاشت ۶۰ کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

ورته وخت کې د سره‌صلیب نړیوالې کمیټې ویلي، دغې کمېټې تېر کال افغانستان کې د ماین چاودنو په دلیل د ۶۷۳ کسانو وژل کېدل ثبت کړي چې ۶۰ سلنه یې ماشومان جوړوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام