د غزني محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د ناچاودو توکو د چاودنې له امله نهه ماشومان وژل شوي دي.
د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ رییس حمیدالله نثار سلاموطندار ته وايي، دغه پېښه پرون یکشنبه، وري ۱۲مه، د دغه ولایت د ګېروی ولسوالي په ځدراڼ کلي کې رامنځته شوې.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په یاده پېښه کې پنځه هلکانو او څلور نجونو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
حمیدالله نثار زیاته کړه چې چاودنه له پخوانیو جګړو څخه د پاتې ناچاودي ماین د چاودنې له کبله رامنځته شوې.
د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ رییس حمیدالله نثار په وینا، چاودنه هغه مهال رامنځته شوې چې یادو ماشومانو پر دې ماین لوبې کولې.
د وژل شویو ماشومانو عمرونه د څلور او لسو کلونو ترمنځ دي.
دغه پېښه داسې مهال رامنځته کېږي چې له دې وړاندې هم یاد ولایت او د هېواد په نورو ولایتونو کې له جګړو د پاتې ناچاودو توکو او ماینونونو د چاودنې له امله خلک وژل شوي او ټپیان شوې دي.