د ننګرهار کانال د زیتونو تېلو او زیتونو پروسس فابریکه د هډې فارم اړوند پر ۲۷ نیم هکتاره ځمکه فعاله ده چې ۴۱کسان پهکې پر کار بوخت دي.
د ننګرهار کانال ریاست ویاند سیدهمایون غریبمل وايي، دا فابریکه اوس ۸زره مټریک ټُنه اچار او تېل پروسس کوي او پلان لري چې په راتلونکې کې د کارګرو او پروسس اندازه هم زیاته کړي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
دی زیاتوي، د ننګرهار وادي کرنیزې پروژې ساختماني چارې شپږ لسیزې پخوا پیل شوي چې له جوړېدو سره سم یې په څلور ګونو فارمونو کې پر ۳زره او سل هکتاره ځمکه د زیتون باغونه کرل شوي وو، خو هېواد کې د وروستیو ناخوالو له کبله ۱۳۸۰ هکتاره ځمکه باندې کرل شوي زیتون باغونه لهمنځه تللي دي.
د نوموړي په وینا، ننګرهار کانال پر ۶۰۰ هکتاره یو وار بیا زیتون باغونه کرلي چې تېرکال څه د پاڅه ۴۱زره لیتره د زیتونو تېل او ۱۲ ټُنه اچار او سږکال به د زیتونو تېلو اندازه ۱۸۹زره لیتره او د اچارو اندازه ۳۰ ټُنو ته ورسېږي.
هغه وویل: «له ښه مرغه د کانال د زیتونو تېلو او اچارو پروسس فابریکه په نږدې ملکونو کې هم نشته. په دغې فابریکې کې ۴۱ کارکوونکي کار کوي او پلان لرو چې د دې فابریکې ټولو برخو ته جدي پام وکړو. دمګړۍ د ننګرهار وادي کرنیز شرکت په شپږ سوه هکتاره ځمکه کې د زیتونو باغونه کري چې په دې سره به د زیتونو محصول هم زیات شي.»
بللور ته د یادې کارخونې یو کارکوونکی میراقا حمیدي وايي، یاده کارخونه دوه برخې لري چې یو یې د زیتونو تېلو برخه او بل یې د اچارو د تولید برخه ده. نوموړی وايي، د زیتونو تېلو برخه یې فعاله ده، خو د اچارو برخه کې د بوتلونو د کمښت له ستونزو سره مخ دي.
هغه وویل: «په اداره کې موږ ۴۱ کسان لرو چې درې یې اداري او نور یې ټول فني کسان دي. دوی هره ورځ خپل کار ته راځي.»
د اقتصادي چارو شنونکي هم په ننګرهار کې د «د ننګرهار زیتون» فابریکې پر فعالیت خوښي څرګندوي. دوی وايي، په دا ډول سختو شرایطو کې خلکو ته د کار زمینه پیدا کول کولای شي چې په کور دننه د وزګارتیا کچه راښکته کړي.
د اقتصادي چارو شنونکي اسدالله احمدزي وویل: «دا واقعا غوره اقدام دی. په دې کار سره به له یو لوري په کور دننه د هغو بهرنیو تولیداتو مخه ونیول شي چې دلته یې پروسس شونی وي، له بل لوري به خلکو ته کار زمینې برابرې شي.» د نوموړي په باور، که حکومت په دا ډول فابریکو پانګونه زیاته کړي، ډېرو خلکو ته به یې ګټه ورسېږي.
سږکال ننګرهار کې د «ننګرهار وادي کرنيز شرکت» او د هلال ګروپ کرنيز شرکت له لوري، د کانال پر سل جريبه ځمکه د تازه سبزيجاتو اصلاح شوي تخمونو د توليد او تکثير چارې پيل شو ې او دغهراز په ۱۰۱ بابه شنو خونو کې د تازه سبزیجاتو هایبریډ تخمونه هم کرل شوي دي.