Asset 1SWN

د پاکستان پوځ: له افغانستان دغه هېواد ته تلونکي وسله‌وال مو وژلي

2746721-1933026725

د پاکستان پوځ ادعا کړې چې له افغانستان سره د ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه اووه وسله‌وال چې غوښتل یې دغه هېواد ته ننوځي، د سرحدي ځواکونو له‌خوا پیژندل شوي او پر وړاندې یې سمدستي اقدام شوی دی.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر په یوې خپره کړې خپرپاڼه کې ویلي چې دغه کسان د خېبرپښتونخوا ايالت په شمالي وزيرستان کې د دغه هېواد له ځواکونو سره په نښته کې وژل شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

خبرپاڼه کې راغلي چې دغه هېواد په وار وار له اسلامي امارته غوښتي چې ترهګرو ډلو ته اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد وکاروي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي: «په پرله‌پسې ډول مو له اسلامي امارت غوښتي چې خپلې پولې په سمه توګه مدیریت کړي او پاکستان له اسلامي امارته تمه درلوده چې خپل مسوولیت ادا کړي او اجازه ورنکړي چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد وکارول شي.»

خو د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت د دغو څرګندونو په غبرګون کې وايي، اسلامي امارت چا ته اجازه نه‌ورکوي چې د افغانستان له خاورې نورو هېوادونو ته ګواښ وکړي. «افغانستان هېڅ ډلې او چاته اجازه نه‌ورکول کېږي چې له افغان خاورې نور هېوادونه وګواښي او تهدید یې کړي.»

په همدې حال کې د سیاسي چارو کارپوه ویس ناصري وايي، اسلامي امارت باید د پاکستان اندېښنو ته له ډیپلوماټیکو لارو رسېدنه وکړي. «د افغانستان اوسنیو واکمنان دې په رښتیني توګه د نړۍ غوښتنې عملي کړي او همداراز دې د دوی اندېښنو ته په ډيپلماټیکه توګه رسېدنه وکړي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

پاکستان تر دې وړاندې هم په وار وار ویلي، اسلامي امارت د «تحریک طالبان پاکستان» یا «ټي‌ټي‌پي» په څېر ډلو ته پناه ورکړې او پروړاندې یې پرېکنده اقدام نه دی کړی؛ خو د دغو نیوکو په ځواب کې اسلامي امارت ویلي، د پاکستان د ناامنیو ریښې په دغه هېواد کې دننه دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام