Asset 1SWN

د سلام‌وطندار موندنې؛ مطالعې ته د نجونو «انګېزه» کمه شوې

[Downloader.la]-6620e1b99b138

سلام‌وطندار له ښوونځیو او پوهنتونونو څخه له راګرځول شویو ۳۰ نجونو سره د مرکو پرمهال موندلې چې د یادو نجونو ترمنځ د «کتاب لوستلو» انګېزه د پام وړ کمه شوې.

د مرکو پرمهال ۱۷ نجونو ویلي چې له ښوونځیو او پوهنتونونو څخه تر راګرځولو وروسته د کتاب لوستلو ته انګېزه نه‌لري او له کتابونو سره یې مخه ښه کړې. په ورته مهال ۱۳ نورو نجونو بیا په ډاګه کړې چې له ننګونو سره-سره لاهم کتاب لولي.

یادو نجونو پر زده‌کړو، کار او هنرونو محدودیت له کتاب لوستلو سره د دوی د انګېزې د کمېدو لامل بولي او په وینا یې، ورځ تر بلې د نجونو په اړه د محدودیتونو دوام یې، د کتاب لوستلو انګېزه زیانمنه کړې.

یادې ۱۷ نجونې چې په بشپړه توګه یې د کتاب لوستلو انګېزه له لاسه ورکړې، وايي، راتلونکې ته ناهیلي او د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو تړل‌کېدل، لامل شوي چې له کتاب سره مخه ښه وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د جوزجان اوسېدونکې او دغه ولایت کې د یوه ښوونځي د یوولسم ټولګي زده‌کوونکې ګل‌افروز وویل: «د امارت له راتلو وروسته مې هېڅ کتاب نه‌دی، لوستلی. د څه لپاره مطالعه وکړم. د ښوونځي پرمهال مې ډېر لوست کاوه او د راتلونکې لپاره مې مطالعه کوله.، اوس د مطالعې شوق تللی.»

اسوده، چې د ښوونځي د اتم ټولګي زده‌کوونکې او د کابل اوسېدونکې ده، وايي: «کله چې مو زده‌کړې کولې، راتلونکی مو روښانه وه. هلته مو لېوالتیا د کتاب لوستلو ته ډېره وه او وروسته له دې چې بدلونونه راغلل، زموږ هیله له‌منځه لاړه، هېڅ دلچسپي پاتې نه‌شوه او زه فکر کوم چې بده خاطره راته پاتې. کله چې زه غواړم مطالعه وکړم، ټولې بدې خاطرې مې ذهن ته راځي.»

د کابل پوهنتون د ژورناليزم پوهنځي زده‌کړیالې صدف وویل: «کله چې مو زده‌کړه کوله، راتلونکې مو روښانه وه. په هغه وخت کې موږ د کتاب لوستلو ته ډېر لېواله وو، وروسته له دې چې بدلون راغی، مطالعه مو حرامه شوه او هیله مو له‌منځه ولاړه. له مطالعې سره علاقه نشته.»

اسما چې د کابل پوهنتون د یوه پوهنځي زده‌کړیاله ده، وايي: «نه، زه مطالعه نه‌‌کوم. مطالعه وکړه-وکړه اخر بې‌ګټې دی. که تاسو مطالعه کوئ، څه ګټه لري، دوی اجازه نه‌ورکوي. له هغه وخته چې ښوونځي او پوهنتونونه تړل شوي، د مطالعې لېوالتیا نشته.»

بل‌خوا په دې راپور کې سلام‌وطندار ته مرکه شویو ۱۳ نجونو ویلي چې  له ټولو ننګونو سره-سره لاهم کتاب لولي. له یادو ۱۳ نجونو څخه دوو یې ویلي، د بوختیا، درې یې د ظرفیت لوړولو، دوه یې د ورځنیو ستونزو او پاتې شپږو یې بیا ویلي چې د عامه پوهاوي لپاره په دوامداره او کله ناکله مطالعه کوي.

د کابل د کرنې پوهنځي زده‌کړیاله سیاه‌موی او د ژورنالیزم پوهنځي زده‌کړیاله عایشه وايي، که څه هم د نجونو ترمنځ د مطالعې دود کمرنګه شوی، خو په وینا یې، د ځان بوخت ساتلو لپاره کله نا کله رُمان لولي.

سياه‌موی وویل: «زه اوس هغومره مطالعه نه‌کوم، لکه پخوا چې به مې مطالعه کوله. پخوا به موږ په مطالعه او لوستلو بوخت وو، اوس د کیسو څو کتابونه لولم، څو ساعت مې تېر شي.»

دوه افغان نجونې زده‌کوونکې په یوې کتاب‌خانه کې مطالعه کوي.

عایشې هم وویل: «لږ مطالعه کوم، ځکه پوهنتونونه تړلي دي. زه په میاشت کې یو یا دوه ځله مطالعه کوم؛ ځکه نه‌شم یې کولای. لومړی مې ښه مطالعه کوله، خو اوس فقر او بې‌وزلي زیاته شوې، د چا اعصاب دومره ارام نه‌دي چې مطالعه وکړي، ذهن یوې او بلې خوا ځي.»

خو سوریا او فریحه چې د ژورنالیزم پوهنځي زده‌کړیالانې دي او مطالعه یې ورځنۍ چاره ګرځېدلې، وايي، یوازینۍ هغه لاره چې دوی د ورځنیو ستړیاو او ستونزو لرې ساتي، د کتاب لوستل دي او په وینا یې، د ذهني فشار خلاصون لپاره مطالعه کوي.

سوریا وویل: «یو له مهمو کارونو مې مطالعه ده او هره ورځ یو ساعت یا نیم ساعت مطالعه کوم، غواړم معلومات مې ډېر شي او یو پوه کس واوسم. مطالعه مې عادت دی.»

فریحه بیا وايي: «مطالعه کوم، د شپې له‌خوا زیاته مطالعه کوم، له پخوا مې دا عادت دی، لامل یې دا دی چې د ژوند له تاویلو ماویلو خلاصه شم او د ښوونځي له دورې کتاب لولم. ډېری د انګېزې د ورکړې کتابونه لولم.»

بل‌خوا کابل کې د کتابونو پلورونکي هم وايي چې د ښځو له‌خوا د کتابونو د پلور کچه کمه شوې او دوی ته د کتاب پلور لپاره کمې نجوني ورځي. دوی وايي، د پلور کچې ته په پام، د ځوانانو ترمنځ د کتاب لوستلو انګېزه هم د پام وړ کمه شوې.

د کابل په پُل‌سرخ کې د یوه کتاب‌پلورنځي مسوول سمېع‌الله محمدي سلام‌وطندار ته وايي: «د نجونو او مېرمن تګ‌راتګ دې وختونو کې کم شوی دی. لومړی ښه وو، خو د وخت په تېرېدو، اوس هغه ګڼه‌ګوڼه نشته.»

یو‌شمېر لیکوالان او د پوهنتون استادان د ځوانانو ترمنځ د کتاب لوستلو د انګېزې کمښت په اړه اندېښنه ښيي او وايي چې د مطالعې رکود ټولنه کې د روښانتیا او پېژندنې د رکود په معنی ده.

 د دوی په وینا، د مطالعې کمښت نه یوازې پر عموم، بلکې د کتاب لیکلو او خپروندی چارو باندې هم اغېز لري.

لیکوالې مریم نوري سلام‌وطندار ته وویل: «له بده مرغه چې د کتاب لوستلو علاقه کمه شوې. موږ ولیدل چې زرګونه ټوکه کتابونه له کتاب‌پلورنځیو راټول شول او لیکوالانو ولیدل چې د خلکو علاقه کمه شوې، نو د کتاب له چاپولو یې لاس واخیست.»

د پوهنتون استاد طارق حق‌جو هم وویل: «د مطالعې انګېزه پخو او اوس هم کمه ده. اوسني شرایط د ښځو پر مطالعې اغېزمن دي، خو بیا هم ښځې دې شرایطو ته نه‌تسلمېږي او مطالعه دې وکړي او د خپل پوهاوي کچه دې لوړه کړي، څو هغه فرصتونه چې راتلونکې کې لري، ترې استفاده وکړي.»

د ښځو حقونو برخې یوشمېر فعالانې بیا وايي، د ښځو ترمنځ د مطالعې کمښت به ټولنه کې د اوږدمهال لپاره نه جبرانېدونکې منفي پایلې ولري او اړتیا ده چې د ښځو مطالعې لپاره د انګېزې د ورکړې لپاره پروګرامونه جوړ شي.

یوه افغان زده‌کوونکې، په خپل کور کې د ککړۍ مخته د کتاب لوست کوي.

د ښځو حقونو فعالې یلدا عزیزي وویل: «له بده مرغه چې د ښځو ترمنځ مطالعه کمه شوې، ډېرې منفي اغېزې لري او مېندې د خپې پوهې له امله کولای شي، خپلو اولادونو ته روزنه ورکړي. حکومت باید دې برخه کې له ښځو ملاتړ وکړي.»

که څه هم هغه نجونې چې له زده‌کړو پاتي، وايي، مطالعې ته د دوی د انګېزې نشتون یوازینی لامل د سرپرست حکومت له لوري پر ښځو او نجونو شته محدودیتونه دي، خو د سرپرست حکومت وياند ذبېح‌الله مجاهد او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو مرستيال حيات الله مهاجر فراهي ځوانان کتاب لوستلو ته هڅوي او د خلکو کې ترمنځ د مطالعې کمښت له امله اندېښنه ښيي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

مجاهد وویل: «مطالعه د خلکو پرمختګ لپاره ښه ده. اسلامي امارت د بېلابېلو تګ‌لارو له لارې ځوانان مطالعې ته هڅوي، څو له دې لارې د دوی د ژوند په بدلون کې مهم رول ولوبوي.»

حیات‌الله مهاجر فراهي وویل: «له بده مرغه چې د ځوانانو ترمنځ د مطالعې کچه کمه شوې او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د کتاب لوستلو د ودې لپاره هڅې کوي. تېر یوه کال کې مو نندارتونونه جوړ کړي، څو ځوانان مطالعې ته وهڅوو او هغه لیکوالان چې د کتابونو چاپ توان نه‌لري، د مرستې ژمنې کړې دي.»

له زده‌کړو راګرځول شویو نجونو ترمنځ د کتاب لوستل، داسې حال کې کم شوي چې د سرپرست حکومت د بېرته واکمنېدو راهیسې د نجونو او ښځو پر زده‌کړو او کار محدودیتونه زیات شوي، هغه چې حکومت یې بیا د ټولنې سمون او د شرعیت تطبیق بولي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام