Asset 1SWN

ای‌پي‌اېل؛ بنګلور نن له پنجاب سره لوبه کوي

3af18d9a-aa37-4147-bb70-1ad2bf516ed7

د هند کرېکټ غوره لیګ یا «ای‌پي‌اېل» سیالیو په لړ کې نن شپه رویال چلنجرز بنګلور لوبډله د پنجاب کنګز لوبډلې کوربه‌ ده.

ټاکل شوې چې یاده لوبه، نن شپه ۶:۳۰ بجې د هند د بنګلورو په «ام‌ چېناساوامې کرېکټ لوبغالي» کې ترسره شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

روان لیګ کې ټولو لسو لوبډلو یوه-یوه لوبه وکړه چې پنځو لوبډلو په‌‌کې بریاوې او پنځه له ماتې سره مخ شوې.

پنجاب کنګز لوبډلې په خپله لومړي سیالي کې ډیلي کپېټلز ته ماته ورکړه او بنګلورو لوبډلې بیا له چینای سوپر کنګز ماته ومنله.

له ۲۰۲۱ کال راهیسې په ای‌پي‌اېل لیګ کې دواړه لوبډلې پنځه ځله سره مخ شوي چې پنجاب کنګز درې ځلې بنګلورو ته ماته ورکړې ده. ار‌سي‌بي هم دوه ځلې پنجاب مات کړی دی.

د هند کرېکټ غوره لیګ د تېرې ورځې او شپې لوبو کې راجستان رویالز لوبډلې لکناو سوپر جاینټز ته او ګجرات ټایټنز بیا په یوې په زړه پورې سیالي کې ممبی انډیینز ته ماته ورکړه.

له پنځو سیالیو وروسته د یاد لیګ د جدول په سر کې راجستان رویالز، دویم ځای کې چینای سوپر کنګز او پنجاب درېیم ځای خپل کړی دی. د جدول وروستي ځای کې لکناو سوپر جاینټز شتون لري.

خو یاد جدول به راتلونکې سیالیو کې بدلېږي، رابلدېږي او یوازې څلور غوره لوبډلې به نیمه‌پای‌لوبو ته لاره پیدا کړي.

د تېرې ورځې په دوو سیالیو کې درې افغان لوبغاړي راشدخان، نوین‌الحق او عظمت‌الله عمرزي لوبې وکړې چې تر ډېره ښه وځلېدل.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

عمرزی چې په لومړي ځل دې لیګ کې لوبېږي، بېګاه یې د خپلې لوبډلې لپاره لومړی اوور وکړ او د اېشن کېشن وېکټ یې ترلاسه کړه. نوموړي په درې اورونو کې ۲۷ منډې ورکړې او دوه وېکټې یې ترلاسه کړې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام