Asset 1SWN

بهرنیو چارو وزارت سویډن کې د یوه کس له لوري د «قران» سوځول غندلي

TELEMMGLPICT000340900229_16879679099930_trans_NvBQzQNjv4BqpVlberWd9EgFPZtcLiMQf0Rf_Wk3V23H2268P_XkPxc

د بهرنیو چارو وزارت په سوېډن کې د یوه جومات مخې ته د لوی اختر لمانځه پر مهال د یوه کس له لوري د «قران کریم» سوځول په کلکو ټکو غندلي دي.

د یاد وزارت ویاند عبدالقهار بلخي نن پنج‌شنبه د چنګاښ اتمه پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې دغه کړنه د اسلام دین او نږدې دوه میلیارډ مسلمانانو ته سپکاوی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

عبدالقهار بلخي همداراز لیکلي چې ا.ا د سویډن حکومت له لوري د بیان ازادۍ په پلمه یاد کس ته د قران سوځولو د اجازې ورکړې ترڅنګ د نوموړي د امنیت ټینګښت کړنه هم په کلکو ټکو غندي.

هغه لیکلي: «د مسلمانانو په سپېڅلو ورځو کې د يو مسجد دباندې د دا ډول کرغیړنو اعمالو اجازه ورکولد سویډني چارواکو لخوا دې سپیڅلي دین او قریب دوه ملیاردو، پیروانو ته د اهانت کولو پرته بله هېڅ معنی نه‌لري.»

د بهرنیو چارو وزارت ویاند پر اسلامي هېوادونو او نړیوالو بنسټونو غږ کړی چې نړۍ کې د ورته کړنو مخه ونیسي او پر وړاندې یې اړین ګامونه پورته کړي.

پرون چهارشنبه د چنګاښ اوومه د سویډن د سټاکهولم مرکزي جومات مخې ته د اختر لمانځه پر مهال یوه عراقي کډوال د قران کریم یوه نسخه وسوځوله چې دغه کړنه د ګڼ‌شمېر مسلمانو هېوادونو له تندو غبرګونونو سره هم مخ شوې ده.

  سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

له دې وړاندې هم یوه سیاستوال په سویډن کې څو ځله د قران کریم نسخو ته اور اچولی دی. پر دې سربېره د سویډن حکومت هم د یاد کار له امله تر نیوکو لاندې دی چې ولې دغه هېواد کې د قران سوځولو ته اجازه ورکوي او امنیت یې نیسي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام