پاکستان کې د هوا ګرمېدو له کبله ۲۲ کسان مړه شوي

د پاکستان د رسنیو د راپورونو له مخې په مړو شویو کې ډېری یې ښځې دي. د پاکستان جیونیوز ټلوېزیون د راپور پر بنسټ، د دغه هېواد د خېبرپښتونخوا ایالت په مردان کې سیمه ۱۸ کسانو د ګرمۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

بهرنیو چارو وزارت سویډن کې د یوه کس له لوري د «قران» سوځول غندلي

د بهرنیو چارو وزارت په سوېډن کې د یوه جومات مخې ته د لوی اختر لمانځه پر مهال د یوه کس له لوري د «قران کریم» سوځول په کلکو ټکو غندلي دي.

د یاد وزارت ویاند عبدالقهار بلخي نن پنج‌شنبه د چنګاښ اتمه پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې دغه کړنه د اسلام دین او نږدې دوه میلیارډ مسلمانانو ته سپکاوی دی.

د مرغانو انفلونزا؛ جاپان له برازیل څخه د چرګانو واردات ځنډولي

د برازیل د کرنې وزارت او غوښې صنعت ټولنې «ABPA» مسوولانو اعلان کړی چې جاپان له دغه هېواد څخه د چرګانو واردات ځنډولي دي.

جاپان دغه پرېکړه وروسته له هغې کړې چې د برازیل په یوه ایالت کې په مرغانو کې د انفلونزا ناروغي د خپرېدو راپورونه ورکړل شول.

جدي ښار کې د امریکا قونسلګرۍ مخې ته یو وسله‌وال او ساتونکی وژل شوی

د سعودي عربستان جدي ښار کې د امریکا قونسلګرۍ مخې ته د ډزو په پایله کې یو وسله‌وال او د قونسلګرۍ یو ساتونکی وژل شوي دي.

سعودي عربستان او امریکايي چارواکو دغه پېښه تایید کړې او په اړه یې د څېړنې د پیل خبر ورکړی دی.