Asset 1SWN

پکتیکا کې په ۱۱میلیونه افغانیو د څلور بندونو د جوړېدو چارې پیل شوې

۰-------------۰۰-

د پکتیکا محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت د ګومل فرعې سیندیزې حوزې ریاست له لوري د اوبو څلورو کوچنیو ذخیروي بندونو د جوړېدو چارې پیل شوې.

د یاد ولايت مقام څخه سلام‌وطندار ته په رالېږلې خبرپاڼه کې ویل شوي، ياد بندونه په تروې، وازېخوا، خیرکوټ او نکه ولسواليو کې جوړېږي چې په بشپړېدو سره به يې د ځمکې لاندې اوبو کچه لوړه شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په خبر پاڼه کې راغلي چې پر دې څلورو بندونو شاوخوا ۱۱میلیونه افغانۍ لګښت راځي چې د اوبو او برښنا وزارت له لوري ورکول کېږي.

ياد کوچني بندونه په زرګونه مترمکعب اوبو ذخیره کولو ظرفيت لري چې په جوړېدو سره به يې د يادو ولسواليو د ځينو خلکو د اوبو ستونزې راکمې شي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

له دې وړاندې هم دغه ولایت کې د اوبو زېرمې لپاره د کوچنیو چکډېمونو او بندونو د جوړېدو هڅې شوي چې د چارواکو په وینا، د کرنې، او اوبو کچې لوړو لپاره به ګټور وي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام