Asset 1SWN

لوګر کې ۷۰۰ښوونکو ته د ماشومانو حقونو په اړه څلور ورځنۍ روزنه ورکړل شوه

----------------------------------

 د لوګر پوهنې ریاست چارواکي وایي چې د ماشومانو لپاره ملګروملتونو ملاتړې ادارې (UNICEF) له لوري د محمداغې، خوښۍ او ازرې ولسوالیو سلګونه ښوونکو او د ښوونځيو د شوراګانو غړیو ته د ماشومانو د حقونو په اړه څلور ورځنۍ روزنه ورکړل شوه.

د دغه ولایت پوهنې ریاست ویاند شاه‌پور عرب سلام‌وطندار ته وویل: «په جوړ شوي پروګرام کې نږدې ۳سوه ښوونکو، ۶۲ د ښوونځيو مدیرانو، ۹ د پوهنې ریاست اړوند امرینو او پاتې د ښوونځيو شوراګانو غړیو ګډون کړی وو.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

عرب زیاته کړه، په یادو شویو ولسوالیو کې ګډونوالو ته د ماشومانو د حقونو په ځانګړې توګه خوندیتوب، ساتنې، روزنې او د لېک‌لوست برخه کې معلومات ورکړل شوي دي.

نوموړي وویل چې په پام کې ده، ورته پروګرامونه د لوګر په پاتې ولسوالیو کې هم جوړ شي.

د جوړ شوي پروګرام یوه ګډونوال محمدرسول سلام وطندار ته وویل، د ټولنې ټول وګړي باید ماشومان ته ورکړل شوي حقونه ورکړي او په ماشومانو سخت او درانه کارونه ونه‌کړي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د نوموړي په وینا، اوس ټولنه کې د ماشومانو روان وضعیت د اندېښنې وړ دی او باید هر ماشوم ته د لیک‌لوست ترڅنګ د ښه ژوند کولو اسانتیاوې هم رامنځته شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام