Asset 1SWN

۲۵زره روږدي د روزګان یوازیني ۲۰بستریز روغتون کې درملنې ته په تمه دي

روږدو مرکز

د روزګان مرکز ترینکوټ ښار کې د روږدو د درملنې ۲۰بستریز روغتون مسوولان وايي چې دغه ولایت کې پر نشه‌يي توکو د روږدو کسانو شمېر خورا لوړ دی، خو دوی یوازې د ګوتو په شمېر روږدو د درملنې توان لري.

د یاد روغتون مسوولان سلام‌وطندار ته وايي، د تېرو دوو کلونو پر مهال یې یوازې پر نشه‌يي توکو د روږدو ۱۶۰ کسان درملنه کړې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دوی شکایت کوي چې امکانات او د روږدو د درملنې ظرفیت یې پر نشت حساب دی، خو ټولنه کې په نشه‌يي توکو د روږدو کسانو شمير زيات دی.

د یاد روغتون آمر ډاکټر سليمان شاه مصلح سلام‌وطندار ته وايي چې دغه ولایت کې دا مهال پر نشه‌يي توکو د روږدو کسانو شمېر ۲۵۰۰۰ ته رسېږي. نوموړي وویل: «موږ روزګان کې ۲۵۰۰۰معتادین لرو، په څو کلونو کي دې کسانو ته یوځل نوبت ورسیږي، خو دلته داسې کسان شته چې دویم او درېیم ځل هم بستر شي. له مسولینو غواړو چې دې برخه کي کار وکړي، څو دا ۲۰بستریز په سل او دوه سوه بستریز بدل شي او خلکو ته رسېدګي وشي.»

د روزګان یوشمېر اوسېدونکي هم له حکومته غواړي چې د یاد روغتون بسترونه زیات کړي، څو دغه ولایت کې د ټولو روږدو کسانو درملنه وشي.

د روزګان یوه اوسېدونکي محمدصادق سلام‌وطندار ته وویل: «زموږ روزګان کې غټه ستونزه دا ده چې دا روغتون کوچنی دی، کله چې روغتون ورته غټ نشي، نو زموږ خلک به زیات پر دغه نشه اخته شي. زموږ د حکومته غوښتنه ده چې د معتادینو روغتون پراخه کړي.»

د روزګان د عامې روغتيا رییس ډاکتر محمدالله روحاني دغه ولایت کې د روږدو د درملنې لپاره د امکاناتو نه‌شتون ستونزه تاییدوي، خو وايي، هڅې یې پیل کړي چې د روږدو د درملنې روغتیايي مرکزونو شمېر ډېر کړي.

هغه وویل، ډېر ژر به ترینکوټ ښار کې د روږدو د درملنې روغتون د بسترونو شمېر هم سلو ته لوړ کړي. «د اوس لپاره موږ یوازې ۲۰بستره روغتون ورته لرو چې دوی په‌کې تداوي کېږي. خو د عامې روغتیا وزارت څخه مو یو پیشنهاد اخستی، څو زموږ دغه روغتون ۱۰۰بستره شي. دویم د کورنیو چارو وزارت زموږ سره وعده کړې چې روزګان کې ځای پیدا کړي. موږ به کمک درسره وکړو. یو درې سوه بستریز روغتون جوړو، څو د معتادینو تداوی وشي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د مسوولانو په خبره، تېرو کلونو کې تر هلمند وروسته روزګان کې په زیاته کچه کوکنار کرل کیدل، ځکه په‌کې پر نشه‌يي توکو د اخته کسانو شمېر زیات دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام