د ننګرهار د سره‌رود ولسوالي اړوند «چهار‌باغ، صفا» کلي په يوه کور کې د غلا پرمهال د امنيتي ځواکونو له لوري د وسله‌والو غلو ۱۸کسيزه ډله نيول شوې.

د ننګرهار امنيې قومنداني وياند عبدالبصير زابلی وایي، د غلو دې ډلې له تېر يوه کال راهيسې په جلال‌اباد ښار او يوشمېر ولسواليو کې د امنيتي ځواکونو له نوم څخه په استفادې غلاوې کولې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نوموړي په وینا، د غلو یاده ډله به د خلکو کورونو ته په دې نوم، چې «ستاسو کور کې نشه‌يي توکي، چاودونکي توکي او نور… دي ننوتل،» د کور ټول خلک به يې تړل او ټول قيمتي توکي به يې ترې غلا کول.

د غلو دغه ډله «بېګاه شپه، وري شپږمه» د سره‌رود ولسوالي امنيې قومنداني امنيتي ځواکونو له لوري داسې مهال نیول شوې چې د «چهارباغ، صفا کلي» يوه کور ته د غلا لپاره ورغلي وو.

د ننګرهار امنيې قومنداني وياند عبدالبصير زابلی زیاتوي، د امنيتي ځواکونو او غلو ترمنځ ډزې هم تبادله شوي، خو په وینا یې، پایله کې یې دغه اتلس کسيزه د غلو ډله نیولې.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

زابلي همداراز وویل چې نیول شویو غلو په لومړنیو تحقيقاتو کې پر خپلو جرمونو اعتراف کړی او دوسیه به یې عدلي او قضايي ارګانونو ته واستول شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام