Asset 1SWN

نړۍ کې ۱۲۲ میلیونه وګړي د جګړو له کبله بې‌ځایه شوي

38403c29ac2ea7e25e52c6994fbf77f0d0cf4780

د ملګروملتونو د کډوالو اداره وايي چې دا مهال په ټوله نړۍ کې د جګړو او ځورونو له کبله څه باندې ۱۲۲ میلیونه وګړي له خپلو سیمو بې‌ځایه شوي دي.

یاد سازمان نن «پنجشبنه، جون ۱۲مه» په یوه راپور کې ویلي چې له کډوالو سره د مرستو په کچه کې هم د پام وړ کموالی راغلی دی.

د ملګروملتونو د  کډوالو عالي کمېشنر فلیپو ګراندي په یوه بیان کې جوته کړې چې د ۲۰۲۵کال د اپرېل میاشتې تر پایه تېرکال ته په پرتله څه باندې دوه میلیونه وګړي نور هم بې‌ځایه شوي دي.

دغه راپور په سوډان، میانمار او اوکراین کې د لویو شخړو د زیاتوالي او «د جګړو د بندولو لپاره دوامداره ناکامۍ» ته هم اشاره شوې ده.

د یاد راپور ترڅنګ ګراندي په یوه بیان کې وویل: «موږ په نړیوالو اړیکو د بدلون په درشل کې داسې وخت کې ژوند کوو چې نویو جګړو د انساني درد لپاره ماتونکی لیدلوری رامنځته کړی.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


بل‌خوا د کډوالو عالي کمېشنري د معلوماتو له مخې، نړۍ کې داسې مهال د کډوالو شمېر مخ پر لوړېدو دی چې له دوی سره د مرستې لپاره بودیجه د ۲۰۲۵کال بودیجې کچې ته رسېدلې ده؛ هغه مهال چې د کډوالو شمېر د اوسنۍ کچې نیمه برخه جوړوله.

یاد سازمان د مرستو کمښت بې‌رحمانه وباله او زیاته یې کړه چې دغه وضعیت د زغملو وړ نه‌دی.

په دې راپور کې د سولې لپاره په منځګړیتوب کې د سیاسي رهبري نشتوالی، د شخړو د اوږدېدو لامل یاد شوی او زیاته شوې چې له دې کبله پر مرستندویه بنسټونو د فشار زیاتېدو، د دوی د مرستو رسولو چارې ټکنۍ کړي دي.

د ملګروملتونو د کډوالو نړیوالو سازمان له دې وړاندې ویلي و چې د بودیجې کمښت به د میلیونونو کسانو ژوند له ګواښ سره مخ کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام