Asset 1SWN

لوګر کې په پنځه میلیونه افغانیو د یوه چکډېم د جوړېدو چارې پيل شوې

IMG-20240331-WA0076

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست چارواکي وایي چې د محمداغې ولسوالي اړوند د «اب‌بازک» سیمه کې د پنځه زره مترمکعب اوبو په ظرفیت د یو چکډېم د جوړیدو چارې پيل شوې.

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست تخنیکي سلاکار انجینیر فضل‌الرحمن عمرزي سلام‌وطندار ته وویل، یاد چکډېم د څه باندې ۵۰۰۰ متره مکعب اوبو د زېرمې ظرفیت لري او د راتلونکو درېوو میاشتو په موده کې به بشپړ شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نوموړي په وینا، پر دغه چکډېم شاوخوا پنځه میلیونه افغانۍ لګښت راځي چې په بشپړېدو سره به یې د ځمکې لاندې اوبو زېرمې پياوړې شي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

باید وویل شي چې په تېر یوه کال کې هم د اوبو او برښنا وزارت له لوري په مرکز پل‌علم او ولسوالیو کې شاوخوا نهه چکډېمونه جوړ شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام