Asset 1SWN

د دشت‌قلعه اوسېدونکي: د اوبو کمښت د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کړي یوو

-----۰--

د تخار د دشت‌قلعه ولسوالي د «لایقه‌» کلي یوشمېر اوسېدونکي وايي، د خپلو کرنيزو ځمکو خړوبولو لپاره د اوبو کمښت سره مخ دي.

دوی وایي، د اوبو د کمښت له امله د دې کلي يوشمېر اوسېدونکو خپل کورونه پرېښي او نورو ولايتونو او یا بهر ته کډه شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د دشت‌قلعه ولسوالي یوه اوسېدونکي نورالله سلام‌وطندار ته وویل: «ځمکې یې خرڅې کړې، غواګانې او څاروي یې خرڅ کړل، د مجبوریت له امله د دې سیمې خلک روان دي.»

د دشت‌قلعه یو بل اوسېدونکی حميدقرلق وايي، هرکال د پسرلي موسم په رارسېدو سره، د دې ولسوالي اوسېدونکي عمومي حشر کوي او د یادې ولسوالي د عمومی کانال د کېندنې چارې پیلوي؛ خو په وینا یې، له دې سره هم د دغې ولسوالي ډېرو کليو ته اوبه نه‌رسېږي.

نوموړي وویل: «دغه کیندنې بسنه نه‌کوي، لرو پرتو سیمو ته له هغې ډلې، غازتپه، نواباد، بایدنګک، دشت‌لایقه، ته په دوبي کې ډېرو اوبو ته اړتیا لري چې کانال باید د مشینري په واسطه وکیندل شي.»

خو د دشت‌قلعه د عمومي کانال د سربند مسوولان وايي، دغه کانال د دې ولسوالي د ټولو اوسېدونکو د اړتيا وړ اوبو د بهېدو وړتيا نه‌لري.

دوی دغه کانال د خلکو لپاره حیاتي بولي او زیاتوي چې که سرپرست حکومت دغه کانال ورغوي، نو د دشت‌قلعه او خواجه بهاوالدین ولسوالیو زرګونه هکتاره ځمکه به خړوبه شي او خلک به د کرنیزو اوبو له کمښت سره مخ نه‌شي.

د دشت‌قلعه ولسوالي د عمومي کانال د سربند مسوول نصیراحمد وویل: «که حکومت پام وکړي او د نهر دواړو خواو ته کانال پراختیا ومومي، ځینې ګولایانې شته چې د اوبو د جریان مخه نیسي او باید مستقیم وکیندل شي.»

د تخار د پنج‌پایین سیندیزې حوزې مسوولان وايي، دامهال د دشت‌قلعه ولسوالۍ کانال څه باندې لس زره هکتاره ځمکه خړوبوي او د دغه کانال د اوبو سرچینه د کوکچې سند دی. دوی په نږدې راتلونکي کې د دشت‌قلعه ولسوالي د کانال د پراختیا خبره کوي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د تخار د پنچ‌پایین سیندیزې حوزې رییس انجینیر عبدالواحد وايي: «د اوبو او انرژۍ سرپرست دشت‌قلعه ته راغلی و چې د خلکو وړاندیز مو د وزارت مشرتابه سره شریک کړ او همداراز د دې پروژې پروپوزل مو برابر او د اوبو او انرژۍ وزارت سره مو شریک کړ چې انشالله پروګرامونه تر لاس لاندې دي.»

دشت‌قلعه ولسوالي د تخار په شمال کې پرته ولسوالي ده چې ۹۰سلنه اوسېدونکي یې پر کرنه بوخت دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام