Asset 1SWN

ملګروملتونو د افغانستان لپاره د پنځه میلیارډ ډالرو غوښتنه کړې

WFP food convoy in Herat (002)

افغانستان کې د ملګروملتونو د سیاسي استازولۍ یا یوناما د بشري چارو مرستیال اندریکا راتوت د رییس‌الوزرا سیاسي مرستیال محمدعبدالکبیر سره  لیدلي دي.

نوموړي دې لیدنه کې ویلي، یاد سازمان په پام کې لري چې افغانستان سره د بشري مرستو لپاره د درې میلیارد ډالرو غوښتنې ترڅنګ، د ظرفیت لوړولو برخه کې هم د دوه میلیارد ډالرو غوښتنه وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وویل: «افغانستان کې د ملګروملتونو د سیاسي استازولۍ یا یوناما د بشري چارو مرستیال اندریکا راتوت دې لیدنه کې ویلي، له مرسته کوونکو هېوادونو د درې میلیارډ ډالرو مرستې غوښتنې سربېره، دا بنسټ پلان لري چې د ظرفیت لوړونې برخه کې دوه میلیارډ ډالر وغواړي.»

د اقتصاد وزارت مسوولان وايي، دغه مرستې به په لنډمهاله توګه د بې‌وزلۍ کچې کمولو او د خوړو نه‌خوندیتوب سره د مبارزې په برخه کې اغېزمنې تمامې شي.

د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمان حبیب وویل، یاد وزارت د بې‌وزلۍ کچې کمولو لپاره د کاري زمینو رامنځته کولو لپاره هڅې پیل کړي دي.

نوموړي وویل: «دغه مرستې د لنډمهال لپاره د فقر کچې ټیټېدو او د خوړو نه‌خوندیتوب سره د مبارزې لپاره کولای اغېزمنې تمامې شي، خو اساسي حل‌لاره خلکو ته د کاري زمینې برابرول دي چې دغه وزارت دې برخه کې ځینې پروګرامونه ترلاس لاندې لري.»

د خوړو نړیوال پروګرام د خبرپاڼې پر بنسټ، د روان میلادي کال له پیل راهیسې المان ۱۵ میلیونه یورو، روسیې یو میلیون ډالر، اروپايي ټولنې ۲۰ میلیونه یورو، سوېلي کوریا څلور میلیونه ډالر، برتانیا ۳۶ میلیونه ډالر، جاپان ۱۳ میلیونه ډالر او اسپانیا هم یو میلیون ډالر افغانانو سره مرسته کړې دي.

له دې سره د چارو یوشمېر کارپوهان ټینګار کوي چې دغه مرستې د فقر کچې کمولو په برخه کې اغېزناکه نه‌دي تمامې شوي او هېوادونه باید افغانستان کې له اقتصادي او بنسټیزو پروژو ملاتړ وکړي.

د اقتصادي چارو کارپوه شبیر بشیري وویل: «د تنګسې او بشري مرستو کمښت نږدې اړیکې لري او په دې مرستو له هېواد تنګسیه نه‌ورکېږي او باید د کارموندنې پروګرامونه جوړ شي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د یادونې ده چې تر دې وړاندې د ملګروملتونو سرمنشي انتونیوګوترش ویلي و، روان میلادي کال کې د افغانستان تر نیمايي زیات نفوس بشري مرستو ته اړتیا لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام