Asset 1SWN

د خوړو نړیوال پروګرام افغانانو سره مرستې لپاره د ۴۰۰میلیونه ډالرو غوښتنه کړې

WFP_Trucks_Snowy_Pass

د خوړو نړیوال پروګرام وايي چې له ژمي مخکې د افغانستان لرو پرتو سیمو کې اړمنو ته د خوړو او نورو توکو د رسونې لپاره ۴۰۰میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.

د خوړو نړیوال پروګرام نن یکشنبه د نومبر ۱۲مه پر اېکس «ټوېټرپاڼه» لیکلي چې افغانستان کې ژمي ته یوازې څو اوونۍ پاتې او اړتیا ده چې لرو پرتو سیمو ته پر وخت مرستې ورسول شي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د خوړو نړیوال پروګرام لیکلي: «افغانستان کې ژمي ته یوازې څو اوونۍ پاتې چې لرو پرتو سیمو ته تللې لارې د واورې اورښت له امله وتړل شي. ۴۰۰ میلیونه ډالر هغه څه دي چې د خوړو رسولو او اغېزمنو ته د رسېدنې لپاره اړینې دي.»

د خوړو نړیوال پروګرام همداراز پر خپله اېکس پاڼه له پاکستان څخه په زور د راستنېدونکو افغان کډوالو دوضعیت په اړه هم اندېښنه ښودلې ده.

د یاد سازمان په وینا، په داسې حال کې چې ۱۵ میلیونه وګړي نه‌پوهېږي خپله د بل وخت خواړه به له کومه پیدا کوي، له پاکستانه د افغان کډوالو ستون هم په چټکۍ روان دی.

افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام مرستیال هارالډ من‌هارډ‌ټ په یوې ویډیو کې له خپلو مالي تمویلوونکو د مرستې غوښتنې کړې، څو په وینا یې، بېرته راستنېدونکو سره مرسته وکړي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

نوموړی په دې ویډیو کې وايي چې راستنېدونکو افغانان د خوړو نشتون او نامعلومې راتلونکې سره مخ دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام