Asset 1SWN

بادغیس کې تېرکال د بېلابېلو جرمونو په تور ۱۷۱کسان نیول شوي

بادغیس

د بادغیس امنیتي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د تېر یوه کال پرمهال د بېلابېلو جرمونو په تور ۱۷۱ کسان نیول شوي دي.

د دغه ولایت د امنیې قومنداني څخه سلام‌وطندار ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې تېر کال د جنايي جرمونو بېلابېلو ۱۰۶ قضیو ته رسېدنه هم کړې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د خبرپاڼې له مخې، دغه کسان د وژنې، غلاوو، وسله‌والو نښتو، اخلاقي فساد، ګواښ او نورو جرمونو په تور نیول شوي دي.

په خبرپاڼه کې همداراز راغلي چې نیول شوي کسان عدلي او قضايي بنسټونو ته سپارل شوي او حکم پرې جاري شوی دی.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

په ورته مهال د امنیې قومنداني په خبرپاڼه کې ادعا شوې چې د تېرو کلونو په پرتله دغه ولایت کې د جرمونو کچه راټیټه شوې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام