Asset 1SWN

سلام وطندار

نیوزیلنډ په لومړۍ شل اووره لوبه کې پاکستان په ګونډو کړ

373893

د نیوزیلنډ کرېکټ ملي لوبډلې په خپل کوربه‌توب د پنځو شل اووره سیالیو د لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې پاکستان د ۴۶ منډو په توپیر له ماتې سره مخ کړ.

د نیوزیلنډ لوبډلې د لوبډلمشر کېن ویلیامسن او ډارېل مېچل د نیمه سلیزو پر مټ ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې پاکستان ته د ۲۲۷ منډو هدف ورکړی و چې پاکستان یوازې ۱۸۰ منډې جوړې کړې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نیوزیلنډ لپاره په توپوهنه کې ډاریل مېچل ۶۱ او کېن ویلیامسن ۵۷ منډې وکړې. په توپ‌‌اچوونه کې بیا شاهین شاه افریدي د پاکستان لپاره څلور اورونو کې ۴۶ منډې ورکړې او درې وېکټې یې ترلاسه کړې.

پاکستان د نیوزیلنډ د ورکړل شوي هدف په ځواب کې له ټاکل شویو ۲۰ اورونو څخه ۱۸ اورونه ولوبول او ۱۸۰ منډو کې یې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل.

د پاکستان لپاره تر ټولو ډېرې منډې بابر اعظم ۵۷ او سېم ایوب ۲۷ منډې وکړې. یاده سیالي د نیوزیلنډ د اُکلنډ په اېډن پارک لوبغالي کې ترسره شوه.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د دواړو لوبډلو ترمنځ به دویمه او راتلونکې سیالي د جنورۍ پر ۱۴مه د یکشنبې پر ورځ وشي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام