کاناډايي چارواکي وايي چې دغه هېواد ته له ګواښ سره د مخ افغانانو د لېږد بهیر په برخه کې ګڼې ستونزې شته، خو دوی هڅه کوي چې له خپلو کړیو ژمنو سره سم، د افغانانو د لېږد بهیر ته دوام ورکړي.

د کاناډا د کډوالو وزیر وايي چې د افغانانو د خوندي را ایستلو بهیر کې د شته ستونزو او ننګونو سربېره به دوی هغه افغانان کاناډا ته راولي چې ژمنه یې کړې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

شان فریزر پر خپله ټوېټرپاڼه په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي چې تر دې دمه نږدې ۱۷۰۰۰ افغانان کاناډا ته رسېدلې دي.

نوموړي ویلي: «په خوندي توګه کاناډا ته د افغانانو راوستل او دلته یې مېشت کول، یوه ننګونه ده،. خو له دې ټولو سربېره زه په خپلو کارونو ویاړم. تراوسه ۱۷۰۰۰ کسان کاناډا ته په خوندي توګه رالېږدول شوي او نوی ژوند یې پیل کړی.»

د کاناډا د کډوالو وزیر همداراز ویلي چې له افغانستان څخه پاکستان ته د هغو افغانانو راوېستل چې له ګواښ سره مخ دي، یوه لویه ننګونه ده او د تخلیې بهیر یې له خنډ سره مخ کړی دی.

واک ته د اسلامي امارت تر بیارسېدو سره هم‌مهاله ګڼ‌شمېر هېوادونو افغانستان کې له ګواښ سره مخ کسانو د راایستلو اعلان وکړ چې تراوسه زرګونه افغانان له د دغه بهیر له لارې بهرنیو هېوادونو ته تللي دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د دغه بهیر په لړ کې کاناډا هم اعلان وکړ چې ۴۰۰۰۰ هغو کسانو ته به بشردوستانه ویزې ورکوي چې افغانستان کې یې له کاناډايي سرتیرو او دغه هېواد سره کار کړی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام