د هلمند ځايي مسوولان وايي، د تېر ۱۴۰۴ کال په اوږدو کې ګرشک ولسوالۍ کې د شاوخوا ۸۰ میلیون افغانۍ بودیجه لګول شوې چې په ترڅ کې یې ۱۳ بېلابېلې ټولګټې پروژې عملي شوي.
دغو پروژو کې سړکونه، اداري ودانۍ او نور ښاري تاسیسات شامل دي چې د ښار بڼه یې بدله کړې او د خدماتو وړاندې کول یې اسانه کړي.
د ګرشک ولسوالۍ ښاروال مفتي قدرت الله الوصال وویل، د روان ۱۴۰۵ کال لپاره نږدې ۹۰ میلیون افغانۍ بودیجه ټاکل شوې، څو نورې ښاري پروژې پلي او د پراختیا بهیر لا چټک شي.
«په ټولیز ډول د ۱۴۰۴ کال لپاره د څه باندې ۸۰ میلیون افغانۍ لګښت راغلی او ټولې ۱۳ بېلابېلې پروژې پلي شوي.»
بل لور ته، د سیمې اوسېدونکي له تطبیق شویو پروژو هرکلی کوي او وايي چې دغه اقدامات د ښار د نظم، امنیت او ورځني ژوند په ښهوالي کې اغېزمن تمام شوي.
د هغوی په اند، د سړکونو جوړول، د اوبو د تنظیم سیستمونه او د شپې څراغونه د خلکو ستونزې راکمې کړې، خو بیا هم د لا زیاتو ورته پروژو د تطبیق غوښتنه لري .
د ګرشک ولسوالۍ اوسیدونکي حاجي عبدالخالق وویل: «موږ ډېر خوښ یوو چې ګرشک ولسوالۍ کې بېلابېلې پروژې پلي شوي، پخوا به د ښار له اضافه اوبو سره په تنګ وو، شپني څراغونو امنیت کې مهم رول لوبولی.»
د ګرشک ولسوالۍ بل اوسېدونکي محمد عیسی هم وویل: «موږ خوښ یوو چې بېلابېلې پروژې تطبیق شوي، خو موږ نورو ورته پروژو ته هم اړتیا لرو.»
د هلمند ګرشک ولسوالۍ له کلونو راهیسې د خپل جغرافیایي موقعیت له امله مهمه بلل کېږي، خو په وروستیو کلونو کې د بنسټیزو پروژو پلي کېدل او د حلقوي سړک شتون د دې ولسوالۍ اقتصادي او ښاري ارزښت لا لوړ کړی دی.


