Asset 1SWN

ټاکنیزو بنسټونو او مدني ټولنو د ځانګړې ټاکنیزې محکمې جوړېدو غوښتنه وکړه

13991029000752_Test_PhotoJ-p5d7qipv1oqxq1nfzgk915laujjqq3zo75f30k38ug

نږدې یوه میاشت وړاندې د ټاکنیزو کمیسیونونو له لوري د ټاکنو قانون تعدیل طرحه چمتو او د قانوني پړاو تېرېدو او تصویب لپاره عدلیې وزارت ته ولېږل شوه. د ټاکنیزو بنسټونو او مدني ټولنو مسوولانو د ټاکنو قانون تعدیل په تړاو نن په یوې غونډه کې په دغه قانون کې د بنسټیزو اصلاحاتو رامنځته کېدو غوښتنه وکړه.

د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ يا ټیفا رییسې صغرا سعادت وايي چې د ټاکنو د تعدیل په قانون کې باید د ټاکنیزو کمیسیونونو پر خپلواکۍ، د ټاکنیزو کمیسیونونو د ظرفیت پر لوړوالي او د ټاکنیزو حوزو په کوچني کېدو خبرې وشي.

صغرا سعادت

صغرا سعادت وويل، ټاکنیزو بنسټونو او مدني ټولنو د یوې ځانګړې ټاکنیزې محکمې د رامنځته کېدو طرحه عدلیې وزارت ته سپارلې تر څو د دغې محکمې په رامنځته کېدو، ټاکنیزو جرمونو او سرغړونو ته رسیده‌ګي وشي.

د عدلیې وزارت وايي، د ټاکنو قانون پر تعدیل کار وران دی او هڅه کېږي تر څو دغه قانون د ولسمشریزو ټاکنو، ولایتي شورا او ښاروالیو ټاکنو په تړاو پوښتنې ځواب کړي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون مسوولان وايي، د ټاکنیزو کمیسیونونو د تعدیل طرحه د راتلونکو ټاکنو په تړاو د ځواب ویلو طرحه ده او په پلي کېدو به یې د هر ډول سرغړونې، فساد او ناقانونه کړنو مخنیوی وشي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام