Asset 1SWN

معلول لوبغاړي: حکومت دې د ورزش زمینه راته برابره کړي

1FEEF807-CF72-4950-9A8D-3077E77D4608_cx20_cy18_cw72_w1200_r1

د یوشمېر ورزشي لوبو معلول لوبغاړي د المپیک ملي کميټې څخه غواړي چې دوی ته دې په بېلابېلو ورزشي برخو کې د ورزش زمینه برابره کړي.

ابراهیم دانشي چې شاوخوا شل کاله وړاندې جګړه کې په یوه لاس معیوب شوی وايي، معلولان ورزش ته پوره لاسرسی نه‌لري او باید دې برخې دوی ته پام وشي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

هغه سلام‌وطندار ته وویل: «کله چې تمرین کاو، هغه کسان چې معلول دي، داسې فکر کوي چې موږ ټولنه کې ځای نه‌لرو، خو دلته چې راځي وضعیت یې ښه کېږي او باید د ورزش ورته راته برابره شي.»

د هرات اوسېدونکي اغامحمد شریفي هم تېرو جګړو کې خپل یو لاس له لاسه ورکړی دی. نوموړی وايي، د المپیک ملي کمېټه باید معلولانو ته هره برخه کې د ورزش زمینه برابره کړي.

نوموړي زیاته کړه چې معلولان د ورزش لپاره ځانګړی ځای نه‌لري او اسلامي امارت باید معلولانو ته د سپورټ لپاره ځای ځانګړی کړی، څو دوی وکولای شي چې خپلې وړتیاوې نندارې ته وړاندې کړي.

په ورته وخت کې د المپیک ملي کمېټې مسوولانو نن کابل کې د معلولانو لپاره د پارا تکواندو سیالیو ترسره کولو پر مهال وویل، هڅه کوي چې راتلونکې کې بېلابېلو برخو کې معلولانو ته د ورزش زمینه پراخه کړي.

د تکواندو ملي ټیم روزونکي محمدبشیر ترکي سلام‌وطندار ته وویل: «نن د پارا المپیک لوبې د هرات، غزني او کابل لوبغاړو ترمنځ پیل شوي چې له ډلې به یې شل غوره څېرې د ملي کمېټې لپاره ټاکل کېږي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې وړ ده چې تر دې مخکې د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا ویلي و، معلولان د افغانستان د نفوس ۱۵ سلنه جوړوي او لومړنیو مرستو ته د لاسرسي نه درلودو له امله په نامنتاسب ډول د بحران تر اغېزو لاندې دي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام