د اسلامي امارت دفاع وزارت د اتو قول‌اردو ګانو نومونه بدل کړل

د اسلامي امارت د دفاع وزارت د مخکیني حکومت د پوځ د قول اردو نومونه بدل کړي دي. د هغه حکم له مخې چې د دفاع وزارت د سرپرست محمدیعقوب مجاهد په لاسلیک سره خپور شوی، په کابل کې د ځانګړو عملیاتو قول اردو، د مرکزي قول اردو په نوم، د بلخ ۲۰۹ شاهین قول اردو، د الفتح په نوم نومول شوې دي.

شمال کې د طالبانو پر وړاندې نوی اېتلاف د جګړې لوری بدلولی شي

د عطامحمد نور په مشرۍ د اسلامي جمعیت ګوند مشر پرون یوې رابلل شوې غونډه کې د هېواد له سیاسي ګوندونو او پېژندل شویو څېرو وغوښتل چې د طالبانو پر وړاندې دې د هېواد د دفاع لپاره سره راټول شي او ملي خوځښت دې رامنځ ته کړي. هغه وویل چې په دې برخه کې یې لا له وړاندې حکومت ته یوه طرحه وړاندې کړې وه.