بلخ کې د کار او ټولنیزو چارو ریاست مسوولان وايي چې د ترکیې «ټېکا» یا پراختیايي خدمتونو ادارې له لوري دغه ولایت کې ۲۰ ښځو ته د خیاطۍ زدهکړې زمینه برابرې کړې ده.
د ټېکا دفتر مسوول میکاییل تاشدمیر یاد ولایت کې د خیاطۍ زدهکړې کوچنۍ کارخونې د جوړېدو موخه له هغو نجونو او مېرمنو ملاتړ ښودلی چې له زدهکړو او کار ګرځول شوې دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د تاشدمیر په وینا، دې کوچنۍ کارخونه د دوو ګومارل شویو ښوونکو له لوري د شپږو میاشتو لپاره ۲۰ ښځو ته د خیاطۍ او ګلدوزۍ حرفوي زدهکړې ورکول کېږي.
نوموړي وویل: «نن د بلخ ۲۰ ښځو ته ۱۴ د خیاطۍ ماشینونه او شپږ د ګلدوزۍ ماشینونه ورکړل چې په شپږو میاشتو کې پرې خیاطۍ او ګلدوزۍ زدهکړي.»
یوشمېر هغه ښځې چې دې کارخونه کې ورته د خیاطۍ او ګلدوزۍ حرفې زدهکړې زمینه برابره شوې، وايي، خوښې دي چې دې کارخونه کې خیاطي او ګلدوزي زدهکوي.
د دوی په وینا، د خیاطۍ او ګلدوزۍ له زدهکړې وروسته به یې اقتصادي ستونزې هوارې او ځانبسیاینې ته به ورسېږي.
دې کارخونه کې د خیاطۍ او ګلدوزۍ حرفې زدهکوونکې مروارید وویل: «ډېره خوشحاله یم چې داسې شرایطو کې چې له ښوونځي راګرځول شوي یوو، دغه کارخونه جوړېږي، څو موږ خیاطي زدهکړو او له زړه تنګوالي خلاصې شو.»
د یادونې وړ ده چې د اسلامي امارت په واکمنېدو او ځینو برخو کې د ښځو کار مخنیوي له امله هېواد کې د خیاطي او ګلدوزي کارخونو فعالیتونه زیات شوې دي.