اوزبکستان ته د ا.ا د پلاوي سفر سره هم‌مهاله، د سرپرست حکومت مسوولان وايي، دغه پلاوی به اوزبکستاني چارواکو سره پر بېلابېلو برخو خبرې او هوکړې وکړي.

د مسوولانو په وینا، دغه سفر به د پانګونو جذب، د سوداګرۍ برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کولو، د ټرانزیت په برخه کې د ستونزو د حل او د افغان ـ ترانس د اوسپنې پټلۍ د چارو پیلولو لپاره د بهرنۍ پانګونې پر جلبولو ورټول وي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د کانونو او پترولیم وزارت ویاند همایون افغان سلام‌وطندار ته وویل، د ا.ا پلاوی به هڅه وکړي چې د اوزبکستان پانګوال د افغانستان کانونو کې پانګونې ته وهڅوي.

نوموړي وویل: «تېره ورځ د کانونو او پټرولیم د عوایدو رییس، د مالیې، ټرانسپورټ، صنعت او سوداګرۍ ګډ پلاوي په ترکیب کې اوزبکستان ته سفر وکړ. موخه یې د افغانستان د کانونو استخراج، پروسس او د ډبرو پېر برخه کې د اوزبکستان سوداګرو د پانګونې جلب دی.»

د ترانسپورت او هوايي چلن وزارت ویاند امام‌الدین احمدي بیا سلام‌وطندار ته وویل چې د دغه وزارت د دفتر رییس هم مل پلاوي سره اوزبکستان ته تللی دی. «پرون اوزبکستان ته لاړل او ټاکل شوې چې دغه هېواد سره د لېږد‌ رالېږد برخه کې د اسانتیاوو او نورو موضوعاتو په اړه خبرې وکړي.»

په ورته وخت کې د اوسپنې پټلۍ ادارې مسوولان وايي، د دغه وزارت یو پلاوی تېره ورځ لوژیستیکي او ترانسپورتي نندارتون کې د ګډون لپاره اوزبیکستان ته تللی دی.

د اوسپنې پټلۍ ادارې ویاند سمیع‌الله دراني وویل، افغان پلاوي ازبیکستاني او پاکستاني چارواکو سره د افغان ـ ترانس د اوسپنې پټلۍ د چارو پیلولو لپاره د بهرنۍ پانګونې پر جلبولو خبرې کړي.

«تاشکند کې چې د افغانستان اوسپنې پټلۍ  پلاوي او اوزبکستاني چارواکو سره وشوه، د افغان-ټرانس پروژې اړوند معلومات وړاندې شول، پرېکړه وشوه چې راپور بشپړ شي او نندارتون کې نندارې ته وړاندې شي، څو نړیوالې کمپنۍ دې پروژې ته لېوالتیا وښيي او پانګوال دې برخې ته راجلب کړي.»

د افغان ـ ترانس د اوسپنې پټلۍ پروژه د ۲۰۲۱ کال فبروري میاشت کې د افغانستان، اوزبکستان او پاکستان ترمنځ طرحه شوه چې د دغې لارې په جوړېدو سره به تر ۲۰۲۵ کال پورې افغانستان سره د هند او پاکستان د سوداګرۍ کچه ۲۰ میلیارد ډالرو ته ورسیږي.

د اقتصادي چارو شنونکي اوزبکستاني چارواکو سره د سوداګریزو اړیکو پراختیا په اړه د اسلامي امارت د مسوولانو خبرې د دواړو هېوادونو په ګټه بولي.

اقتصادي کارپوه نصیر ریښتیا وویل: «څومره چې له ګاونډو هېوادونو سره زموږ اقتصادي اړیکې زیاتېږي، د دواړو لوریو په ګټه دي، که څه هم موږ ازادو اوبو ته لاسرسی نه‌لرو. د ټرانسپورټ نامنظم سړکونه لامل شوي چې موږ بهرنۍ سوداګرۍ کې ستونزو سره مخ کړي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې ده چې د اسلامي امارت مسوولانو تېرو دوو کلونو کې تل هڅه کړې چې ګاونډیو هېوادونو سره خپلو سوداګریزو اړیکو ته پراختیا ورکړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام