Asset 1SWN

لغمان کې په ۳۶ میلیونه افغانیو د درېوو سړو‌خونو د بیارغونې چارې پیل شوې 

۲۲۲۲۲۲۲۲۲۲۲۲۲۲

د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په مالي لګښت د دې ولایت په درېوو ولسوالیو کې د سړو‌خونو د بیارغونې چارې پیل شوې. 

د دې ولایت والي زین‌العابدین عابد وایي، دغه سړې‌خونې پخوا جوړې شوې وې او بیا ځلې رغول کېږي چې په وینا یې، بیارغېدنه به یې شاوخوا ۳۶ میلیونه افغانۍ لګښت ولري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي وویل: «دغه سړې‌خونې چې د وزارت  له لوري ترمیمیږي، یوه یې په قرغیو ولسوالي یوه په مهترلام او بله په الینګار ولسوالي کې موقعیت لري  چې د ترمیم چارې به یې په څلور میاشتو کې بشپړې  شي.»

په ورته مهال د اقتصاد برخې کارپوهان دغه ولایت کې د سړو‌خونو جوړول د بزګرانو لپاره مهم ګڼي او په وینا یې، د سیمې خلک به هم د ژمي موسم کې په ټيټه بیه مېوې او سبزیجاتو ته لاسرسی ولري.

د کرنیز اقتصاد برخې متخصص بریالي همدرد وویل: «د سړو‌خونو په جوړولو سره به د لغمان کرنیز محصولات وساتل شي او هغه وخت کې به چې ورته ضرورت پېښ شي، بېرته به بازار ته عرضه شي او په مناسب قیمت به وړاندې کېږي.»

د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس محمدولي محسن وایي چې د دې سړو‌خونو په جوړېدو سره به لغمان په کرنیزه برخه کې پر ځان‌بسیا شي. «هغه دهقانان چې مظلوم او غریب وو او حاصلات به یې په ډېر کم قیمت خرڅېدل چې د هغوی هغه مصارف به یې هم نه پوره کول او چې کله به د سبزیجاتو ضرورت زیات شو، نو بیا به راوارد شوي سبزیجات دلته په لوړ قیمت خرڅول کېدل.»

د لغمان اوسېدونکي او بزګران خوښ دي چې د دوی د کرنیزو محصولاتو د ساتلو لپاره سړې‌خونې جوړېږي. د لغمان یوه کروندګر حلیم وویل: «مونږ به چې فصل ورسېده، نو په نیم قیمت به مو خرڅاوه، اوس مه دا سرخانې جوړې شي او دلته پکې زمونږ سبزیانې وساتل شي، نو مونږ ته به یې یو څه فایده راورسیږي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په داسې حال کې چې د لغمان اتیا سلنه وکړي پر کرنه بوخت دي، خو وخت ناوخت به یې د حاصلاتو د خرابیدو او په مناسب وخت د بازار له نشتوالي شکایت کاوه چې د دې سړوخونو له جوړېدو سره به تر ډېره دغه ستونزه حل شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام