Asset 1SWN

غزني کې د یو میلیون ډالرو په ارزښت دوه سړې‌خونې جوړېږي

IMG-20230918-WA0058

د غزني د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولان وايي چې د دغه ولایت په مرکز «غزني ښار» کې د سوداګرو په همکاري د یو میلیون ډالرو په ارزښت دوه سړې‌خونې جوړوي.

ټاکل شوې چې دغه سړې‌خونې د غزني ښار په «روضیه سلطان‌محمود» او «علي‌ لالا» سیمو کې جوړې شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د غزني د کرنې او مالدارۍ رییس ادریس حنیف سلام‌وطندار ته ویلي چې دغه سړې‌خونې به د اته مټریک ټُنه مېوې او سبزیجاتو د ساتنې ظرفیت ولري.

د نوموړي په وینا، د یادو سړوخونو لپاره ځمکه د حکومت له لوري ورکول کېږي او د رغونې او نورې چارې به یې د دوو هراتي سوداګرو له‌خوا پرمخ یوړل شي.

په ورته مهال هغه سوداګر چې دغه سړې‌خونې جوړوي، وايي، هوډ لري چې دغه ولایت کې د مېوو د بسته‌بندۍ یوه کارخونه هم جوړه کړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د یادونې وړ ده چې دا مهال غزني د سړوخونو نشتون له امله باغ‌لرونکي خپل کرنیز محصولات په ټيټه بیه پلوري او بل فصل ته یې نه‌شي ساتلی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام