د مطبوعاتو د ازادۍ نړیوالې ورځې سره هم‌مهاله، یو شمېر خبریالان اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې محدودیت څخه شکایت لري.

دوی وایي، د ځینو حکومتي ادارو مسوولان پر وخت مالومات نه ورکوي او ځینې نور بیا یوازې محدود او ناکافي مالومات ورسره شریکوي.

په همدې حال کې، د اسلامي امارت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسوولان له رسنیو غواړي چې د دیني او فرهنګي ارزښتونو په چوکاټ کې فعالیت وکړي.

خبریال سید عمر سهار مالوماتو ته د لاسرسي نسبي ښه‌والي یادونه کوي، خو وایي چې لا هم یو شمېر دولتي ادارې په ټاکلې بڼه له رسنیو سره مالومات شریکوي.

«مالوماتو ته د خبریالانو لاسرسی ښه شوی، خو لا هم ځینې ستونزې موجودې دي. ځینې ادارې له خبریالانو سره همکاري نه کوي او کله چې خپله وغواړي، یوازې اعلامیه خپروي او هماغه رسنیو ته ورکوي، بشپړ مالومات نه، یوازې یوه یا دوې ادارې داسې کوي.»

خبریاله شکیلا شمس هم وایي، د حکومتي ادارو له لوري د مالوماتو نه ورکول لامل شوي چې خبریالان په ډېرو مواردو کې د راپورونو د چمتو کولو پر مهال له ستونزو سره مخ شي.

«تر ټولو جدي ستونزه مالوماتو ته نه لاسرسی دی. افغانستان کې زموږ اساسي ستونزه دا ده چې مالوماتو ته بشپړ او عام لاسرسی نه لرو او ډېری خبریالان له همدې ستونزې سره مخ دي. هغه مالومات او موضوعات چې غواړي پرې راپور جوړ کړي، نه شي کولی ورته لاسرسی پیدا کړي.»

د کلید راډیو خبریال فخرالدین قاري‌زاده هم مالوماتو ته د لاسرسي ستونزو ته په اشارې وایي، له حکومتي مسوولانو غواړي چې د دغو ننګونو د حل لپاره عملي او بېړني ګامونه پورته کړي.

«مالوماتو ته لاسرسی لا هم یوه ستونزه ده او هیله لرو چې دا بهیر پیاوړی شي او د اړتیا وړ مالوماتو ته زمونږ لاسرسی ښه شي. زموږ هیله دا ده چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او د اسلامي امارت د ویاند دفتر، ویاندویان مکلف کړي، څو خبریالانو ته پر وخت اړین مالومات ورکړي.»

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویاند خبیب غفران بیا د مې ۳ د مطبوعاتو ازادۍ نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، اسلامي امارت ټولنه کې د رسنیو پر اساسي رول باور لري.

هغه نن یکشنبه د ثور ۱۳ / مې ۳مه یوه ویډیويي کلپ کې ویلي: «اسلامي امارت د رسنیو ملاتړ ته ژمن دی او هڅه کوي د رسنیو لپاره مناسب چاپېریال برابر کړي. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ملاتړ په پایله کې په ۱۴۰۴ کال کې له ۱۴۰ څخه زیاتو رسنیو او رسنیزو بنسټونو ته د فعالیت جوازونه ورکړل شوي. د رسنیو په برخه کې پرمختګ شوی هڅه کوي چې د سیمینارونو په جوړولو سره، د رسنیو او دولت ترمنځ ښې اړیکې رامنځ ته کړو.»

نوموړي له ټولو رسنیو غوښتي چې خپل فعالیتونه د افغانستان د خلکو د دیني او فرهنګي ارزښتونو، د نشراتي پالیسۍ، ملي ګټو او د اشخاصو د حریم په چوکاټ کې تنظیم کړي.

د مې ۳مه په ۱۹۹۳ کال کې د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې له لوري د مطبوعاتو د ازادۍ ارزښت په اړه د پوهاوي لوړولو او د بیان ازادۍ ته د دولتونو د ژمنتیا یادونې په موخه، د مطبوعاتو نړیوالې ورځې په توګه نومول شوې ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام