غزني کې چارواکي وايي چې د دغه ولایت د خوارځواکو ماشومانو د درملنې مرکز د نهه میلیونه افغانیو په لګښت له ۱۲ بسترو څخه ۲۰بسترو ته ارتقا وکړه.
د غزني ولایتي روغتون رییس نیازمند نوري سلاموطندار ته وايي چې د یاد درملیز مرکز د ارتقا او تجهیزاتو لګښت نه میلیونه افغانۍ شوی چې د «PUMAI» موسسې لهخوا ورکړل شوی دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د مسوولانو په وینا، دغه مرکز ته یې ځکه ارتقا ورکړې چې یاد ولایت کې پر خوارځواکۍ اخته ماشومانو په سمه توګه درملنه وشي.
د غزني د روغتیا ریاست مرستیال اشرف وزیري د دغه مرکز د ارتقا اړوند په تړاو جوړو شویو مراسمو ته وویل چې یاد ولایت کې د ماشومانو ترمنځ د خوارځواکۍ پېښې زیاتې شوې دي.
د نوموړي په وینا، ۱۴۰۲کال پر مهال دغه ولایت کې د خوارځواکۍ څه باندې ۷۸زره پېښې ثبت شوي چې له ډلې یې ۶۱۳۰۰ ماشومان روغ شوي او پاتې یې تر درملنې لاندې دي.
د غزني عامې روغتیا ریاست مرستیال دغه ولایت کې د ماشومانو ترمنځ د خوارځواکۍ له امله د مړینې کچه درې سلنه ښيي.
تنګسیه، بېوزلي او د کافي خوړو نشتون هغه لامل بلل کېږي چې له کبله یې ماشومان پر خوارځواکۍ اخته کېږي.