Asset 1SWN

هلمند کې د کبډي لوبې «رمضان جام سیالي» پيل شوې

کلب

د هلمند مرکز لښکرګاه ښار کې د لسو ولسوالیو د کبډي لوبډلو ترمنځ د «رمضان جام سیالي» په نوم لوبې پیل شوې چې ۲۲ ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو د پیل مراسمو کې د یاد ولایت ورزش امر ابوجامي د یاد کلب مسوول الله‌نظر نظري او یو‌شمېر نورو چارواکو او ورزشکارانو ګډون کړی وو.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د دغه کلب مسوول الله‌نظر نظري دې مراسمو ته وویل چې پیل شویو سیالیو کي د لښکرګاه په ګډون د نادعلي، مارجې، ګرشک، ناوې، نوزاد، باباجي، سنګین، ګرمسېر ولسوالیو  او بُست پوهنتون لوبډلې به د یوه بل پر وړاندې ولوبېږي.

نوموړي د هلمند پر سوداګرو غږ وکړ چې د یادو سیالیو مالي ملاتړ وکړي او لوبغاړي تمویل کړي، څو له ناوړه کړنو راوګرځي.

د کبډي په یادو سیالیو کې لوبېدونکي لوبغاړي هم له مسوولانو غوښتنه لري چې دغه ولایت کې د یادې لوبې معیاري کولو لپاره زمینه برابره او راتلونکې کې هم ورته سیالي جوړې کړي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د کبډي رمضان جام پیل شویو سیالیو په لومړۍ لوبه کې د نوزاد ولسوالي او بُست پوهنتون لوبډلو ترمنځ وشوه چې نوزاد لوبډلې ۴ـ۱ پر وړاندې بُست پوهنتون ته ماته ورکړه.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام