Asset 1SWN

پي‌اېس‌اېل؛ پېښور زلمي لومړۍ کوالېفای سیالي کې ملتان سلطانز سره لوبېږي

377641

د پاکستان کرېکټ سوپر لیګ سیالیو په لړ کې نن د پېښور زلمي لوبډله له ملتان سلطانز لوبډلې سره لومړۍ کوالېفای لوبه کوي.

ټاکل شوې چې یاده لوبه نن شپه د پاکستان پر وخت نهه او د افغانستان پر ۸:۳۰ بجو راولپندۍ کرېکټ لوبغالي کې پیل شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

ملتان سلطانز او پېښور زلمي لوبډلې د پاکستان سوپر لیګ د جدول دوه مخکښې لوبډلې دي چې سلطانز لوبډلې په ۱۴ امیتازونو او زلمي بیا په ۱۳ امتیازونو د جدول لومړی او دویم ځای خپل کړی دی.

د دواړو لوبډلو بایلونکې هغه به د اسلام‌اباد یوناېټېډ او کوېټه ګلاډیېټرز د لوبې ګټونکې سره سیالي وکړي او ګټونکې لوبډله به پای‌لوبې ته لاره پیدا کړي.

ملتان سلطانز لوبډله د یاد لیګ تېر پړاو سیالیو پای‌لوبې ته هم لاره پیدا کړې وه چې لاهور قلندرز لوبډلې ترې ګټلې وه.

پېښور زلمي لوبډله چې  تراوسه د یاد لیګ پای‌لوبې ته څلور ځلې وتلې، چې یوازې یو ځل یې په ۲۰۱۷ کې دغه اتلولي ګټلې ده. ملتان سلطانز هم درې ځلې وتلې، خو یوازې یوځل په ۲۰۱۲ کال کې اتلولي خپله کړې.

زلمي په روان لیګ کې دوه ځلې سلطانز لوبډلې ته ماته ورکړې او دا درېیمه سیالي ده چې د یادو لوبډلو ترمنځ کېږي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د پاکستان کرېکټ «سوپر لیګ» نهم پړاو سیالي د روانې فبرورۍ میاشتې پر ۱۷مې پیل شوی او د مارچ تر ۱۸مې به دوام وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام