Asset 1SWN

لوګر کې د فوتسال پیل شویو سیالیو اتلولي «پېروزي» لوبډلې وګټله

--------------------

د لوګر د بدنې روزنې او ورزش امریت له لوري په مرکز پل‌علم کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالي د «پېروزي» لوبډلې په بریا سره پای ته ورسېدې.

د دغه ولایت د بدنې روزنې او ورزش امریت امر انجینیر مزمل نعیم‌زي سلام‌وطندار ته وویل، دغه سیالي د فوټسال عمومي فدراسیون ریاست له لوري پیل شوې وې چې یوه‌نیمه میاشت یې دوام وکړ.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نعیم‌زي‌ زیاته کړه  چې یادو سیالیو کې د ولایت په کچه د فوټسال ۲۵ غوره لوبډلو ګډون کړی وو او لومړی مقام «پيروزي لوبډلې» او دویم مقام «سنګ شکن لوبډلې» خپل کړ.

هغه وویل: «د فوټسال دغه سیالي د فوټسال فدراسیون له لوري پيل شوې چې موخه یې فوټسال لوبې ته وده ورکول، د ورزشکارانو ترمنځ ښې اړیکې رامنځته کول او د غوره لوبغاړو په نښه کول وو.»

د نوموړي په وینا، په پام کې ده چې د فوټسال سیالي ته د ودې ورکولو په موخه ورته نورې لوبې  هم جوړې شي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

هېره دې نه‌وي چې تېره اوونۍ هم د لوګر بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د ۳۶ غوره لوبډلو ترمنځ د ولایت په کچه د والېبال سیالي وشوې چې یوه‌نیمه میاشت یې دوام وکړ.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام