د خوست یوشمېر فرهنګپالان او اوسېدونکي اندېښنه ښيي چې په دغه ولایت کې د موزیم شاوخوا ۵۰۰ تاریخي او فرهنګي اثار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په یوه کوټه کې ساتل کېږي چې د خلکو د لاسوهنې له امله د خرابېدو یا ورکېدو له ګواښ سره مخامخ دي. دوی وایي، تاریخي او فرهنګي اثار د یوه هېواد د تېر تاریخ ښکارندویي کوي او په‌کار ده چې د خوست تاریخي اثارو لپاره هم یو مشخص ځای او د موزیم ودانۍ جوړه شي، څو راتلونکو نسلونو ته په امانت پاتې شي. د خوست دوه فرهنګپال نورشاه او رحمان وايي:

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

«د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په چوکاټ کې چې کوم موزیم دی، ۵۰۰ اثار په‌کې ځای پر ځای شوي. همدا اوس په یوه داسې خونه کې ځای پر ځای شوي چې لپاره یې مناسبه نه‌ده. د وخت په تېرېدو سره ښايي دغه اثار ختم شي یا وراسته شي؛ ځکه ځای یې مناسب نه‌دی. باید مناسبې المارۍ ولري، پراځ ځای وي، تر څو دغه اثار په ښه ډول وساتل شي.»

«په خوست کې موزیم له ډېر پخوا راهیسې شته، خو هغه ارزښت او اهمیت نهدی ورکړل شوی، څومره چې لازمه وه. باید هغه ارزښت ورکړل شوی وای؛ ځکه دغه موزیم کې هغه پخواني یا د عصر تېرېدونکي پخواني تاریخي اثار شته. نو دغو تاریخي اثارو ته د ارزښت ورکولو لپاره مهمه ده چې یوه داسې سیمه جوړه شي چې یو خوندي موزیم وي.»

 

مجسمې، په ګوتو لیکل شوې د قرانکریم نسخې، پنځه کیلوګرامه یو غاښ چې ګمان کېږي د ډیناسور به وي او ځينې نور توکي هغه اثار دي چې د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په یوه کوټه کې ساتل کیږي.

په همدې حال کې د خوست موزیم عمومي مدیر محمدولي خان سلام‌وطندار ته ویلي، داسې اثار هم ورسره شته چې تاریخي مخینه یې زرګونو کلونو ته رسېږي. هغه زیاتوي: «موږ یوشمېر مجسمې او نور تاریخي اثار لرو چې ځینې یې کمه او ځینې یې زیاته تاریخي مخینه لري. ځینې داسې مجسمې لرو چې زرګونه کلونه، ځینې یې سلګونه کلونه تاریخي مخینه لري. له مجسمو پرته موږ نور تاریخي اثار لرو چې هغه هم زیات تاریخ لري.»

د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رییس شبیراحمد عثماني بیا ډاډ ورکوي چې د موزیم د ودانۍ طرحه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته لېږل شوې او له منظورۍ وروسته به یې د موزیم لپاره معیاري ودانۍ جوړه شي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

نوموړی وايي: «د دغه موزیم لپاره مخکې له مخکې د ودانۍ نقشه او ډیزاین برابر شوي. په تېرو څو اوونیو کې چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت فرهنګي معین راغلی و، هغه هم ویلي چې دلته به د موزیم لپاره وداني جوړوي. خدای ته هیله ده چې په راتلونکي کال کې که د ا.ا.ا بودیجې برداشت و، نو بیا به د دغه موزیم لپاره تخنیکي او مسلکي ودانۍ جوړوو.»

 

د خوست فرهنګپالان او اوسېدونکي غوښتنه کوي چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او نړیوال بنسټونه باید د دغه ولایت د موزیم د اثارو ساتنې تر څنګ، د خوست د ځینو نورو تاریخي او فرهنګي سیمو او ځایونو بیارغونې او ساتنې ته هم پام وکړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام