د بریټانیا لومړۍ وزیرې او د محافظه‌کار ګوند مشرې لیز ټراس په کورنیو ټاکنو کې له بریا ۴۵ ورځې وروسته له خپلې دندې استعفا وکړه. هغې ویلي چې د محافظه‌کار ګوند د مشر تر ټاکلو پورې به خپلې دندې ته دوام ورکړي.

اغلې ټراس په خپله وینا کې ویلي: «اوسنیو شرایطو ته په کتو نه‌شم کولای خپله دنده سر ته ورسوم؛ نو له پاچا سره مې خبرې وکړې او خپله استعفا مې وړاندې کړه.»

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

په وروستیو شپږو کلونو کې د بریټانیا د محافظه‌کار ګوند خپلمنځي اختلافونه په دغه هېواد کې د سیاسي ناورین لامل شوي او یوازې په دې موده کې څلورو لومړیو وزیرانو له خپلو دندو استعفاوې کړې دي.

د لیز ټراس د واکمنۍ ۴۵ ورځنۍ موده د بریټانیا په تاریخ کې د تر ټولو کمې مودې په توګه هم ثبت شوه.

ټاکل شوې د راتلونکې اوونۍ په پای کې د هغې د ځایناستي د ټاکلو لپاره ټاکنې وشي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام