Asset 1SWN

د هرات حوزوي روغتون د درملو او طبي وسایلو له جدي کمښت سره مخ دی

Shefakhana_e_Hawza_e_Herat-1-p799x294e4usmgq5q81j9jhtsgq6afumt02dbrdbpk

د هرات د حوزوي روغتون مسوولان وایي، دغه روغتون د درملو او طبي وسایلو له جدي کمښت سره مخ دی.

دوی سلام‌وطندار ته ویلي چې له دې وړاندې د سره صليب نړيوالې کمېټې د دغه ولايت حوزوي روغتون ته د اړتيا وړ درمل ورکول، خو اوس یادې ادارې له دغه روغتون سره د درملو مرسته بنده کړې ده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د مسوولانو په وينا، څلور میاشتې کېږي چې د سره صليب نړیوالې کمېټې له‌خوا د طبي مرستو د بندېدو له امله د هرات حوزوي روغتون په کافي اندازه درمل نه‌لري او یاد روغتون ته د ناروغانو شمېر هم ورځ تر بلې زیاتېږي.

د هرات د حوزوي روغتون سرطبیب محمدعارف جلالي سلام‌وطندار ته وویل: «له څلور میاشتو راهیسې مرستې بندې شوي او یو‌شمېر درمل چې د همکارو موسسو له‌خوا مرستې شوې، ناروغانو باندې یې وېشو، خو له لسو څخه یې یوازې دوه قلمه درمل لرو.»

د هرات د حوزوي روغتون يوشمېر ډاکټران هم وايي، د درملو او طبي وسايلو د کمښت له امله نه‌شي کولای د ټولو ناروغانو درملنه وکړي او دې وضعیت له ستونزو سره مخ کړي.

د هرات حوزوي روغتون د عاجلې څانګې مشر ډاکټر فرهاد افضلي وویل: «یوازې د هغو ناروغانو لپاره درمل لرو چې عاجل وي او پیواز ونه‌لري، دا درمل له پخوا دې روغتون کې وو. د عامې روغتیا وزارت د مکتوب پر بنسټ، د بېړنیو ناروغانو لپاره درمل لرو.»

په ورته وخت کې د هرات د عامې روغتيا رياست مسوولان وايي، د سره صليب نړيوالې کمېټې له‌خوا د طبي مرستو بندیدو له امله دغه روغتون د درملو او طبي تجهیزاتو له کمښت سره مخ شوی دی.

د هرات د عامې روغتیا مرستیال ډاکټر محمداصف کبیر په وینا، ای‌سي‌ار‌سي موسسې د یوه مکتوب په لېږلو سره اعلان کړی چې له دې وروسته د هرات حوزوي روغتون سره د مرستو او معاشونو ورکړې برخه کې مرسته نشي‌ کولای. هغه زیاته کړه چې دغه مکتوب د روان میلادي کال ګسټ میاشت کې دوی ته ورکړل شوی دی.

بل‌خوا یوشمېر ناروغ‌لرونکي هم دغه روغتون کې د خپلو ناروغانو د درملنې لپاره د درملو له نشتوالي شکایت لري. د هرات روغتون کې ناروغ‌لرونکي بسم الله وویل: «روغتون کې دننه درمل نه‌ راکوي او له بهر یې راوړو او معاینات هم د باندې کوو.»

د هرات د حوزوي روغتون د ډيپو څانګې د کارکوونکو په وینا، تر دې مخکې د سره صليب د نړيوالې کمېټې له‌خوا دې روغتون ته ٢٢٠ قلمه درمل او طبي وسایل ورکول کېدل.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې حال کې ده چې د سره صليب نړيوالې کمېټې دې وروستيو کې ویلي و، د روان کال د اګست تر پايه به افغانستان کې له دولتي روغتونونو سره خپلې مرستې بندې کړي او دغه بنسټ د دغه کار لامل د بودجې نشتوالی بللی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام