Asset 1SWN

د خوړو نړیوال پروګرام افغانستان کې دوه میلیونه اړمنو سره مرستې بندې کړي

In this picture taken on January 3, 2023, Afghan boys with their wheelbarrows stand in a queue as they wait to receive food aid from a non-governmental organisation (NGO) in Kabul. - Aid groups say they have been "pushed against a wall" by the Taliban prohibiting Afghan women from working for NGOs, an injunction that has created a dangerous gap in life-saving support.  - To go with 'Afghanistan-Women-Aid', FOCUS by Estelle Emonet and Jay Deshmukh (Photo by Wakil KOHSAR / AFP) / To go with 'Afghanistan-Women-Aid', FOCUS by Estelle Emonet and Jay Deshmukh (Photo by WAKIL KOHSAR/AFP via Getty Images)

د خوړو نړیوال پروګرام په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې افغانستان کې اړمنو خلکو ته د دغه سازمان د بشري مرستو کموالی ناهیلی کوونکی او د اندېښنې وړ دی.

دغه بنسټ خبرداری ورکړی چې اړمنو کسانو، په تېره بیا ماشومانو ته د مرستو کموالی به د دې لامل شي چې راتلونکو میاشتو کې د تغذیې مرکزونو ته د داخل شویو ماشومانو شمېر په چټکۍ سره زیات شي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د خوړو د نړيوال پروګرام مشره او استازې مېرمن شا‌وي لي ویلي: «اوس هم کوچني فرصتونه شي چې افغانستان کې له قحطۍ مخنیوی وکړي، خو مونږ د وخت له لاسه ورکولو په حال کې یو، د اقدام نه کولو بیه به هغه اړمنې ښځې او ماشومان ورکړي چې د جګړو او ځپل شوي اقتصاد او بحران له امله یې وضعیت ترینګلی شوی دی.»

په ورته وخت کې د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا هم په تازه‌ګۍ سره ویلي، روان میلادي کال د بودیجې کمښت په دلیل یو میلیون ښځې او ۷سوه زره ماشومان له مرستو محروم شوي دي.

دې سره، یوشمېر هغه اړمنې ښځې چې تېر کال یې د مرسته‌رسوونکو بنسټونو مرستې ترلاسه کولې، دې وروستیو میاشتو کې د دغو مرسو بندېدو څخه اندېښنه ښيي.

د کابل ښار اوسېدونکې مستوره چې د خپلو کورنۍ سرپرستي پر غاړه لري وايي، میاشتې کېږي چې بشري مرستې یې نه دي ترلاسه کړي او د مرستو له بندېدو وروسته یې د ژوند ستونزې نورې هم ډېرې شوي دي.

نوموړې وویل: «تېر کال مو مرستې ترلاسه کړي، اووړه، غوړي، دال او ځینو نور توکي وو چې یو څه مو پرې ګزاره وشوه، له هغه راهیسې چې دا مرستې بندې شوې، د شپې او ورځې ډوډۍ ته حیران یو چې له کومه یې کړو.»

یوشمېر ولایتونو کې اړمن هم وايي، ۹ میاشتې کېږي چې هېڅ ډول مرسته یې نه ده ترلاسه کړې. د جوزجان مرکز شبرغان ښار اوسېدونکې انګېزه وايي: «څه مو چې کور کې لرل، تول مو خرڅ کړل او پر پیسو مو وچه ډوډۍ واخیسته چې حداقل یو څه مو خېټه مړه وي، که یو وخت وي، بل وخت نه وي.»

خو د اقتصاد وزارت مسوولان وايي، هېواد کې د ژوند اړتیاوو ته رسېدنه د دغه وزارت کاري لومړیتوبونو کې ځای لري.

د دغه وزارت ویاند عبدالرحمان حبیب سلام‌وطندار ته وویل: «له همکاریو موسسو سره یو لړ پالیسي او پروګرامونه تر لاس لاندې دي چې د ملګروملتونو او نړیوالې ټولنې ادارو ګډون به وکولای شي، هېواد کې بې‌وزلي کمه او خلکو ته د کار زمینه برابره شي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

له دې ټولو سربېره د خوړو نړیوال پروګرام افغانانو سره د خوراکي توکو د مرستو دوام افغانستان کې د ناورین مخنیوي لپاره مهم بولي او له مرسته‌کوونکو هېوادونو غواړي چې د انسان‌دوستانه فعالیتونو لپاره بودیجې ته لومړيتوب ورکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام