د ولسي جرګې یوشمېر غړیو نن د دې جرګې په عمومي غونډه کې وویل چې «زرغون بهیر» یو استخباراتي سازمان دی.

د ولسي جرګې رییس میررحمان رحماني «زرغون بهیر» یو استخباراتي سازمان بولي او وايي، دغه سازمان د جوړېدو راهیسې د یوه هېواد له لوري تمویلېږي او ملاتړ یې کېږي.

د رحماني په وینا، داسې شواهد لري چې یاد بهیر په یوه بهرني هېواد پورې تړلی دی.

هغه وايي، سره له دې چې د ولسي جرګې غړي له حکومت سره په تقابل کې نه دي، خو د ولسمشر لومړی مرستیال د دواړو قووو ترمنځ له بېلوالي نه ناوړه ګټه اخلي.

په همدې حال کې د ولسي جرګې غړی الله‌ ګل مجاهد وايي، هېچا ته به اجازه ور نه کړي چې افغانستان د کړکېچ خوا ته یوسي او په وینا یې، «زرغون بهیر» هغه پروژه ده چې هره ورځ په هېواد کې د خلکو د شهادت لامل کېږي.

هغه وايي، د ولسمشر لومړی مرستیال بې‌ځایه غونډې جوړوي او په په هېواد، په تېره کابل کې امنیت نه شي راوستلی.

د ولسي جرګې یو بل غړی عبدالظاهر سالنګي له حکومت نه غواړي چې امرالله صالح د «زرغون بهیر» پانګه او لګښتونه له کومه کوي. د هغه په وینا، صالح د یاد بهیر پانګه پلورلې یا یې هم پرې معامله کړې ده.

خو د زرغون بهیر غړی پیمان انوري د ولسي جرګې د غړیو څرګندونې دروغ ګڼي او وايي، دغه بهیر د یوه ټولنیز سازمان په توګه په عدلیې وزارت کې ثبت دی او له دوو کلونو راهیسې فعالیت کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح پرون په جنیوا غونډه کې د ملي شورا یوشمېر غړي پر ستر فساد تورن کړي وو.

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام