Asset 1SWN

هلمند کې یوه کس خپله مېرمن په تبر وژلې

Helmand-New2

د هلمند محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په اړوند سیمه کې یوه کس خپله مېرمن وژلې ده. پېښه بېګاه شپه د یاد ولایت موسی‌کلا ولسوالي کې رامنځته شوې.

د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مرستیال مولوي محمدقاسم ریاض ویلي چې بېګاه شپه د هلمند موسی‌کلا ولسوالي د توغي کلي د «شباروز» په سيمه کې یوه مېرمن د خپل خاوند له‌خوا په تبر وهل شوې او وژل شوې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

محمدقاسم ریاض زیاته کړې چې پېښه د کورني تاوتریخوالي له کبله رامنځته شوې ده. د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مرستیال په وینا، د یادې مېرمنې خاوند د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوی او دا مهال ترې پوښتنې ګروېګنې روانې دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې مهال دی چې له دې وړاندې هم دغه ولایت او د هېواد په نورو سیمو کې هم ورته پېښې رامنځته شوي چې مسوولان یې لامل تر ډېره کورنۍ تاوتریخوالی، بې‌وزلي او د نشه‌يي توکو کارونه په ګوته کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام