Asset 1SWN

د حق‌ابې په اړه د ایران د ولسمشرګواښ ته غبرګونونه؛ «برید ونه کړې، موږ وېرېږو»

120708-A-CE999-010

په دې وروستیو ورځو کې د ایران حکومتي چارواکو او د یاد هېواد د ولسي جرګې یو‌شمېر غړیو په پرله‌پسې توګه له هلمند سیند څخه د حق‌ابې په تړاو بېلابېلې څرګندونې کړي او له افغان لوري یې د دغه هېواد د حق‌ابې د تامینېدو غوښتنه کړې ده.

په دې لړ کې د ایران د ولسمشر ابراهیم رییسي وروستۍ څرګندونې له جدي غبرګونونو سره مخ شوي دي. ابراهیم رییسي په خپلو څرګندونو کې د افغانستان اوسنیو واکمنانو ته د ګواښ په بڼه سپارښتنه کړې چې د سیستان او بلوچستان د خلکو اوبه ورکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نوموړي دغه څرګندونې د ا.ا د حکومت او پر ټولنیزو رسنیو د ګڼ‌شمېر کاروونو له جدي غبرګونونو سره مخ شوي دي. ځینو بیا د ایران د ولسمشر پر څرګندونو د طنز په ډول نیوکه کړې ده.

د کابل امنیې قومنداني پخواني ویاند مبین‌خان چې ټولنیزو کې فعاله څېره ده، له هلمند سیند څخه د حق‌ابې په اړه د ایران د ولسمشر څرګندونو په تړاو یوه ویډیو جوړه کړې چې په‌کې نوموړی ابراهیم رییسي ته یوه بوشکه اوبه ډالۍ کوي.

مبین‌خان دې ویډیو کې د ایران ولسمشر ته په طنزي بڼه وايي چې «برید راباندې ونه کړې، موږ وېرېږو او دا یوه بوشکه اوبه مو له وسه پورې وې، دا دې تا ته ډالۍ وي.»

په ورته مهال د ټولنیزو رسنیو یو‌شمېر نورو افغانانو بیا د ایران د حق‌ابې غوښتنه هغې پېښې پورې تړلې چې دوه کاله وړاندې د ایران یزد ښار کې یوه افغان کډوال چې موټر یې د ایراني پولیسو د ډزو په پایله کې اور اخیستی و، نوموړی او یو‌شمېر نور افغانان هم په‌کې سوځېدلې وو، له ایراني وګړو د اوبه غوښتنه کوله.

د افغان کډوالو په دغه موټر کې یو‌شمېر افغانان ژوندي وسوځېدل او ځینې نور یې ټپیان شوي وو. یو‌شمېر ایراني وګړو هم پر ټولنیزو رسنیو پر خپل حکومت نیوکه کړې چې د حق‌ابې تامنېدو برخه کې پاتې راغلې دي.

بل‌خوا کارپوهان وړاندیز کوي چې دواړه هېوادونه دې د حق‌ابې مسله نه سیاسي کوي او له تخنیکي پلوه دې یاده ستونزه حل کړي.

د سیاسي چارو شنونکی طارق فرهادي سلام‌وطندار ته وویل: «له ایران سره افغانستان یوه هوکړه لري او افغانستان ویلي چې د یادې هوکړې له مخې به ایران ته اوبه ورکوي او دواړه هېوادونه دې له یوه بل سره همکاري وکړي.»

د وروستیو کلونو پر مهال د ایراني چارواکو پارونکې څرګندونې دا ښايي چې یاد هېواد به له افغان کډوالو سره خپل چلند کې جدي بدلون راولي، هغه څه چې ایران کې به د افغان کډوالو وضعیت په اړه د اندېښنو لامل شي.

ایران کې د کډوالو  حقونو فعال واثق حسیني وویل: «د اوبو مسله به د افغان کډوالو ستونزې نورې هم زیاتې کړي او د ځینو کډوالو د اېستلو شونتیا شته ده او امکان لري چې د ایران حکومت د افغان کډوالو د اقامت کارتونه په اسانۍ تمدید نه کړي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د ا.ا حکومت بیا د ایران حق‌ابې په تړاو په تازه‌ګۍ سره ویلي چې د وچکالۍ له کبله اوبه کمې شوې او نه‌شي کولای چې ایراني لوري ته اوبه ورکړي، خو ایران بیا دغه دلیل ردوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام