Asset 1SWN

افغانستان تېرکال ۷۰۰زره ټُنه مېوې او سبزیجات بهر ته صادر کړي

8-1

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولان وايي چې د تېر کال پر مهال یې د څه باندې یو میلیارډ ډالرو په ارزښت مېوې او سبزیجات بهر ته صادر کړي دي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس یونس مومند وايي چې افغانستان تېر کال د یو میلیارډ او ۸۶۵ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات کړي چې ۸۵سلنه زیاتوالی ښيي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړی د صادراتو پر وړاندې د ستونزو کمېدل د صادراتو د زیاتېدو مهم لامل بولي. هغه وویل: «د صادراتو برخه کې ستونزې حل شوي او صادارت مو زیات شوي دي. تېر کال مو ۷۰۰زره ټُنه مېوې او سبزیجات بهر ته صادر کړي چې د تېرو کلونو په پرتله لوړوالی ښيي.»

د کرنیزو محصولاتو یوشمېر صادروونکي د صادراتو کچې لوړېدو څخه خوښي ښيي او وايي، ګټه یې هم زیاته شوې ده. د وچې میوې صادروونکي رحیم‌الله وویل، تېر کال ته په پرتله یې د صادراتو کچه د پام وړ زیاته شوې.

هغه وویل: «د تېرو کلونو په پرتله اسانتیاوې ښیې دي او څلور ډوله مېوه بهر ته صادروو چې صادراتو کې یې ستونزه نه‌لرو او له همدې امله مو صادرات زیات شوي او د توکو لېږد امنیت برخه کې اندېښنه هم نه‌لرو.»

په ورته وخت کې یوشمېر سوداګر ا.ا څخه غواړي چې د سړو خونو په جوړولو او د هوا له لارې د صادراتو لپاره د زمینې په برابرولو سره د توکو د صادرولو کچه تر دې هم لوړه کړي.

کندهار کې د سبزۍ سوداګر سید کریم وویل، د کرنیزو محصولاتو ساتلو لپاره د سړوخونو نه‌شتون هغه له جدي ستونزو سره مخ کړی دی.

هغه وویل: «سمه ده چې اسانتیاوې رامنځته شوي، خو ځینې سبزیجات چې موږ بهر ته صادروو، وخت کم لري او په لاره کې خرابېږي او ټول زحمت او عوایدو مو له‌منځه ځي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولان زیاتوي چې تېر کال زیاتره صادرات د ځمکې او هوا له لارې ګاونډیو هېوادونو ته شوي او د زیاتولو لپاره یې هڅې لاهم دوام لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام