Asset 1SWN

لوګر کې د کتابونو او لرغونو اثارو نندارتون جوړ شو

20230525_100937

د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مرکز پل‌علم ښار کې د کتابونو او لرغونو اثارو یو ورځنی نندارتون جوړ کړ.

د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ رییس رفېع‌الله صمیم سلام‌وطندار ته وویل، جوړ شوي نندارتون کې یې زرګونه ټوکه دیني، اسلامي، کلتوري، ادبي، اقتصادي او معلوماتي کتابونه او لسګونه قلمه تاریخي اثار نندارې ته وړاندې کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي زیاته کړه چ له دغه نندارتون څخه یې موخه په ټولنه کې د کتاب مطالعې ته د ځوانانو رابلل او د لرغونو اثارو پېژندل دي.

هغه وویل: «د غبرګولي پر څلورمه نېټه د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د کتابونو او تاریخي اثارو یو ورځنی نندارتون جوړ کړی، د دغه نندارتون څخه موخه ځوانان د کتاب مطالعې ته رابلل او لرغونو اثارو سره اشنایي ده، څو پورې له اوسنیو ستونزمنو حالتو ووځو او ښه راتلوونکې ولرو.»

د جوړ شوي نندارتون یوشمېر ګډونوال هم مطالعې ته د ځوانانو هڅولو او د تاریخي اثارو پېژندلو په برخه کې د دا ډول نندارتونونو ترسره کېدل مهم بولي.

دوی غوښتنه کوي چې حکومت دې ټولنه کې د کتاب او مطالعې ارزښت لپاره د عامه پوهاوي کچې لوړولو په برخه کې هڅه زیاتې کړي.

د لوګر اوسېدونکي شېرخان ترین وویل: «نن لوګر کې د کتابونو او تاریخي اثارو نندارتون جوړی شوی، ما هم له ملګرو سره دغه نندارتون کې ګډون کړی، که کوم کتاب مې خوښ شي، د مطالعې لپاره به یې واخلم، لوګر کې د کتاب مینوالو شمیر زیات دی او نندارتون کې هم ډېر شمېر ځوانانو ګډون کړی.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

لوګر کې داسې حال کې د کتابونو او لرغونو اثارو نندارتون جوړېږي چې دې وروستیو کې د کابل په ګډون ډېری ولایتونو کې د مطالعې دود او د کتابونو راکړه ورکړه پیکه شوې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام