
د کابل بادامباغ کې د کرنیزو محصولاتو ۲۸م نندارتون پرانېستل شو
د نوي کال په رانږدېکېدو سره د کرنیزو محصولاتو ۲۸م نندارتون د کرنې وزارت لهخوا د کابل بادامباغ کې پرانېستل شو چې څلور ورځې به دوام وکړي.
ټاکل شوې دغه نندارتون کې ۲۶۳ غرفو کې چې ۵۶ یې د ښځو لپاره ځانګړي شوي، کرنیز محصولات، لاسي صنایع، د کرنې برخې ماشینري، نباتات او طبي بوټي نندارې ته وړاندې شي.














