
بادام باغ کې د بزګر مېلې او د کرنیزو محصولاتو د نندارتون پرانسته
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت نن کابل کې د بزګر جشن او د کرنیزو محصولاتو د ملاتړ په موخه د نندارتون پرانستله وکړه چې درې ورځې به دوام وکړي.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت نن کابل کې د بزګر جشن او د کرنیزو محصولاتو د ملاتړ په موخه د نندارتون پرانستله وکړه چې درې ورځې به دوام وکړي.

د غور د کڼو ښوونځي زدهکوونکو د دغه ولایت د محلي مسوولانو په حضور کې خپل لاسي صنايع او لاسته راوړنې په يوه نندارتون کې نندارې ته وړاندې کړې. په دې نندارتون کې د غور د کڼو د مسلکي ښوونځي ۲۶ زدهکوونکو ګډون کړی و، چې له دې ډلې ۱۵ تنو د ساینسي علومو په برخه کې، څلورو په مسلکي برخه کې، پنځو تنو د لاسي صنایعو په برخه کې او دوو نورو د نقاشۍ او عکاسۍ په برخه کې خپلې لاسته راوړنې نندارې ته وړاندې کړې.

د ننګرهار صنایعو خونې له خراسان پوهنتون سره په ګډه همکاري په جلال اباد ښار کې د کورنیو تولیداتو دوه ورځنی نندارتون جوړ کړي و چې نن پای ته ورسېد.

خجسته هروي په هرات ولایت کې یو له هغو لسګونو معلولو ښځو څخه ده چې په دغه نندارتون کې یې په خپل لاس جوړې کړې لاسي صنایعو نندارې ته ايښي دي.

د درخشان ټولنې مسئول بشیر فروغ وايي، دا نندارتون د کلیوالو میرمنو د ظرفیت لوړولو په موخه جوړ شوی، څو د دغو مېرمنو لاسي صنایو لپاره بازار موندنه وشي.

په جوزجان کې د اتو دولتي او دوو خصوصي ښوونځیو نږدې ۱۰۰ زدهکوونکو په یوه نندارتون کې خپلې پنځونې او علمي تجربې نندارې ته وړاندې کړې او له اسلامي امارت څخه یې غوښتنه وکړه چې په دې برخه کې ورسره مرسته وکړي. دغه نندارتون پرون په «ابن یمین شبرغان» ښوونځي کې د یوې ورځې لپاره جوړ شوی وو.

یوشمېر ځوانانو او مدني فعالانو نن په کابل کې د افغان ځواکونو په ملاتړ جوړ شوي نندارتون کې وویل چې جګړه د حل لاره نه ده او طالبان باید له افغان دولت سره د سولې خبرو ته مخه کړي.
د دغه نندارتون جوړوونکو له طالبانو وغوښتل چې له جنګي جنایتونو لاس واخلي.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت نن د بلخ ولایت په مزار شریف ښار کې د «جګړې اوښکې د سولې مسکا» په نوم د تصویرونو د نندارتون پرانیسته وکړه.

د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په نوښت جوړ نندارتون ته د لوګر والي عبدالقیوم رحیمي د لمړي ځل لپاره په لوګر ولایت کې د نقاشۍ او رسامۍ د نندارتون جوړېدل یوه لویه لاسته راوړنه وبلله او ويې ویل، د داسې نندارتونونو له لارې به نقاشان او رسامان لا وهڅول شي، څو په خپل لاس نقاشي شوې تابلوګانې او انځورونه د پلور په موخه نندارې ته وړاندې کړي.

د «جلالاباد خواړه» د هغې مېلې او نندارتون نوم دی چې په لومړي ځل پهکې د ننګرهار مشهور خواړه نندارې ته اېښودل شوي دي.
د خوړو دغه مېله او نندارتون چې بېلابېل کرنیز توکي، لاسي صنایع او نور کورني تولیدات او محصولات پهکې نندارې ته اېښودل شوي، پرون د جلالاباد ښاروالي او کرنې ریاست په همغږۍ جوړ شو چې نه به هم دوام ولري.